تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار ادعا کړې چې د اشرف غني د رایو دوه پر درې برخه جعلي دي او دی به یوازې د بایومتریک شویو رایو پایلې ومني.
ښاغلي حکمتیار نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، حاکم ټیم پراخه درغلي کړې او کمېسیون باید د شفافیت اصل ته ژمنتیا وښيي.
ښاغلي حکمتیار ادعا کړې چې د پکتیا په روحاني بابا ولسوالۍ حکومت حاکمیت نه لري او چارواکي يې له ګردیز ولسوالۍ څخه خپل کارونه مخته وړي، مګر په دغه ولسوالۍ کې د دولت ساز ټاکنیزې ډلې په صندوقونو کې ۱۹ زره رایې اچول شوې دي: (( که د دولت ساز ټاکنیز ټیم د جعلکارۍ ستونزه حل نه شي د راتلونکي حکومت تشکیل نه منو، زه هیله مند یم چې ټاکنې بحران لا زیات نه کړي.))
بلخوا د ټاکنو کمېسیون یو غړی ملا عبدالله د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون وايي، کمېسیون د حکمتیار د مرستیالانو په حضور کې پریکړه کړې ده چې له بایومتریک څخه پرته رایې باطلې دي.
ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې د ټاکنیزو درغلیو خبره کوي چې پخپله یې هم په بې سټیکره تذکره رایه ورکړې ده او نوم یې هم د رایه ورکوونکو په لیست کې نه و ثبت کړی.
ګلبدين له کله را په دخوا دومره رښتين شوي دي چه اوس زوړ شو او خپله پسکه نشي ټينګه ولاي د پاکو رايو غوښتنه کوي، حال داچه خپل ژوند يي ټول په درغليو او د پنجاب په جاسوسي کي تير کړ
سمه ده، کېدای شي چې يو څه به جعلي وي، خو دوه پر درې برخې هغه هم د يو مفسر له شان سره دومره ښکرور دروغ ښه نه ښايي. خير وبه وګورو چې څه پايله د ټاکنو د اعلان پر ورځ مخې ته راځي؟ خپله به دې څه حال وي؟ رنځور پر حال ښه پوهيږي چې څه ورپېښ شوي او له څه شي نه کړيږي؟