تاند، پنجشنبه، د جدي ۶مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، د اوسني حکومت په دوام سوله نه شي راتللای او که سوله غواړو بهرنیان باید له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي نن د حزب وحدت په یوه غونډه کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو سبب دی.

نوموړي ویلي د سولې د پروسې مخنیوی ملي خیانت دی او ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

نوموړي د ټاکنو په اړه هم ویلي چې نړیوال دې افغانان د خپل سرنوشت ټاکلو ته پرېږدي: (( تر څو چې بهرنیان په افغانستان کې موجود وي رڼې او عادلانه ټاکنې امکان نه لري.))

دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین حکمتیار د میزان د شپږمې په ټاکنو کې د لومړنیو پایلوله مخې ۷۷ زره رایې وړې دي چې د ټولو کارول شویو رایو ۳ سلنه پوره کوي، خو نوموړی دغه پایلې باطلې بولي.

4 thoughts on “حکمتیار: د اوسني حکومت په دوام کې سوله نشته”
  1. ګلبدين جانه ستا په ازان څوک روزه نه ماتوی خو شاله اوسه چه تا څوک د هاګ بين لمللی محکمی ته نه ورغواړی

  2. د کال 2000 نه تر 2014 پوری ته حکمتیاره په غرو کی د تروریستانو په حیث ژوند تیراوه همدغه د اشرف غنی تر رهبری لاندی دولت ته راوستلی او ستا د تروریستی فعلیتونود مجازات کولو نه تیر شو ، په عوض ددی چه ته یی محکمی او لویی څارنوالی ته سپارلی وای د صلحی تر عنوان لاندی یی ته په پوره عزت او احترام راوستلی او د افغانستان د یو ه عادی شهروند حیثیت درکړل شو ، هغه نور مادی امتیازات او نوازشونه خو پریږده بحث پری نه کوو، نو ته په خپل ګریوان کی سر ښکته کړه ، ووایه چه آیا دغه د صلحی بهیر نه ؤ نو څه ؤ ؟ او دغه د صلحی اراده نه وه نو څه وه ؟ که ته دا شرف غنی په ځای وای آیا تا به د نظام د مسلح مخالف سره داسی چلند کړی وای ؟ د طالبانو سره هم د یوی معقولی طرحی په
    بنا د یوی پایه داری او با ثباته صلحی په جهت کی پوره مزل طی شوی ، آیا ته نه ګوری چه اشرف غنی ددوهم ځل د پاره د طالبانو تروریستی حرکت په اوربند کولو چلنج کوی ؟ دا څومره مهم چلنج دی او ته ووایه چه آیا
    اشرف غنی او دافغانستان اسلامی جمهوری دولت رهبری صلحی ته کلک هوډ لری اوکه طالبان ؟ نو هیله ده چه په خپل ځای سنګین کینی ، خپله ژبه او کردار کنترول کړی د اشرف غنی او د موجوده حکومت صادقانه د صلحی کوششونه او قربانی ومنه او په دغه سپکو سپکو ناستو ولاړو نور هم په ملت کی ځان د تجرید خواته بیایی او دملت خوصه د ځان خلاف ډیروی.

  3. هو ولې نه؟؟ ته خو افغان وژنې ته مجاهد،ملا او تکړه يې. ولې به سوله ورسره کوې، دا ملت او حکومت خو مسلمانان ده او په وطن سر ورکوي او هغه چې دوښمن ده هغه سره يو جای د افغانستان وينه او شراب څښی
    نور د جمعې ورځ ده الله دې له خپل کورنی نورو مضرو ریښو سره کمپله ټوله کړه. اصلي کافر او ستاسو قتل رواه ده.

  4. ګلبدينه ته ډير نمکه حرام يی ستا په اړه هغه خبره صدق کوی چه ويلی وو
    د لستوڼی په مار با ور وکړه خو په فاحيشی باور مکړه
    په فاحيشی باور وکړه خو په پنجابی باور مکړه
    نو په تا اوستا په روغه کي څوک چورت هم نه وهی کارتوس د پوچ دی او اولس له لاس اخستی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *