دوشنبه، د چنګاښ ۱۹مه
 
د حزب اسلامي امير انجينر ګلبدين حکمتيار د خوست له يو شمېر قومي مشرانو، جهادي قومندانانو او علماوو سره په کتنه کې د جګړې په پای ته رسېدو ټينګار وکړ.
په دغه کتنه کې چې د دوشنبه په ورځ د حزب اسلامي د مشر په هستوګنځي کې ترسره شوه، په ټول هېواد او په ځانګړې توګه خوست کې د سولې او امنيت په ټينګښت خبرې وشوې.
د حزب اسلامي مشر وويل، قومي مشران، جهادي شخصیتونه، علمآ او ځوانان باید د خپلو سيمو امنيت پخپله وساتي او پر جګړې بنديز ولګوي.
نوموړي وويل، ولسونه بايد له دولت او وسله والو مخالفينو وغواړي چې د دوی په سيموکې جګړه و نه کړي او وسلې هم و نه ګرځوي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا که خلک د خپلو سيمو امنيت پخپله وساتي، نو بيا به څوک ددې جسارت و نه کړي چې جګړه وکړي او يا وسله وکاروي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه، له بهرنيانو بايد د جګړې د پای ته رسيدلو هيله و نلرو، ځکه بهرنيانو د پرمختللو وسلو او تجهيزاتو په مټ دا جګړه و نه شو ګټلی.
نوموړي ټينګار وکړ چې د جګړې د پای ته رسېدلو تر ټولو غوره، ساده او آسانه لار د قومونو همکاري ده او قومونه بايد د خپلو سيمو امنيت وساتي.
حکمتیار وويل، افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي او خپل هېواد ته امن راولي.
د حزب اسلامي امير په دغه کتنه کې د علماوو ترمنځ په يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې قومي او مذهبي مشران او علمآ بايد خپل اختلافات پای ته ورسوي او د ښمن ته اجازه ور نه کړي چې د دوی له اختلافونو نه ګټه پورته کړي.
د هغه په خبره که د علماوو ترمنځ يووالی رامنځته شي، نو خپلو موخو ته ژر رسيدلی شي او هېڅ څوک به د دوی په وړاندې خنډ نه شي.
په دغه کتنه کې څو تنو قومي مشرانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له ښاغلي حکمتيار څخه يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.
 دوی وويل، ټول افغانان سوله او ملي يووالی غواړي او د خوست خلک به ستاسو تر څنګ ولاړ وي.
دغه راز دوی د حزب اسلامي مشر ته بلنه ورکړه چې خوست ولايت ته سفر وکړي او ښاغلي حکمتيار هم د دوی بلنه و منله او ژمنه يې وکړه چې په مناسب وخت کې به خوست ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *