تاند- راپورونه وايي چې ممکن په لنډ وخت کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

که حکمتیار د سولې د موافقې لپاره کابل ته لاړ راشي دا به په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د حکومت د سولې د هلوځلو لومړنۍ نتیجه وي.

کابل ته د حکمتیار د تګ په صورت کې به نوموړی له ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې د عالي شورا له مشر پیر سید احمد ګیلاني سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د سولې د عالي شورا سرچینې تاییدوي چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره موافقه نهايي شوې او هیله لري چې حکمتیار به په خپله د وروستۍ موافقې د لاسلیک لپاره کابل ته ورشي.

کابل ته د حکمتیار له تګ سره به په زرګونو حزبیان، چې په پاکستان کې د مهاجرت سخت او له توهین سره مل ژوند کوي، موقع ترلاسه کړي چې په خپل هیواد کې ژوند وکړي او څه نا څه له هغو امتیازونو برخمن شي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یوازې څو ګوندونو ترلاسه کړي دي.

ډېر حزبیان او ښايي حکمتیار په دې باور وي چې د سولې د موافقې په صورت کې حزب اسلامي پر یوه داسي اغېزمن او متحد ګوند بدلېدای شي چې د هیواد د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې رول ولري.

حکمتیار د افغانستان د حکومت په محبسونو کې د خپلو ټولو بندیانو د خلاصون او له تور لېست څخه د اسلامي حزب د ټولو غړیو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د سولې عالي شورا تېره اوونۍ ویلي و چې د حکمتیار په ۲۵ شرطونو کې یوازې له ۵ سره موافقه نه ده شوې او د هغو واک له ولسمشر محمد اشرف غني سره دی.

د افغانستان له دولت سره د حکمتیار یوځای کېدا ممکن د دولت نورې وسله والې ډلې د سولې پر پروسې باورمنې کړي.

3 thoughts on “حکمتیار د سولې د موافقې د لاسلیکولو لپاره کابل ته راځي”
  1. کومه سوله ؟؟

    دالر پټ کړه ، هېواد خرڅوه په دالرو
    اشغا لګر پرېږده چې په افغانستان کې نور هم خپلې پښې کلکې کړي !!!
    دا کوم غیرت ، پښتو انسانيت دی ؟؟؟

  2. حکمتیار خو د قطبي خرس کمونېزم په توره او نره کې وواهه . له غرب سره (۱۵ ) کاله له افغانستانه د غربي ښکېلاک د وتلو پر سر په لانجه کښېوتی ؤ ،خو نن یې د خپلو ملي ګټو په خاطر مشروطې سولې ته لاس اچولی . ځکه سوله د خدای تعالی امر دئ ،خو دېته دې هم پام وکړي چيرې نه چې د غربي نهنګ په کومه توطئیه کې بند نه شي . د الهي دستور سره سم خو اسلامي ژمنو ته د اسلام او خدای تعالی دښمن عقیده نلري ، نو ژمنو ته به څه ډول معتقد پاتې شي ؟ !!!! ….. والسلام . محمد انور ولید

  3. الله دی په خیر راولی او خدای تعالی دی دغو نورو ډلو ته هم توفیق ورکړی چی راشی او دغه خوار ملت ته خدمت وکړی او که څوک ددی هیواد ورانول غواړی الله ج دی تباه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *