تاند- د افغانستان حکومت او د حکمتیار اسلامي حزب د سولې لپاره د حکمتیار له لوري د نویو شرطونو د وړاندې کېدو خبر رد کړ.

د ارګ سرچینو وویل چې د حکمتیار له لوري د سولې لپاره کوم نوی شرط وړاندې شوی نه دی.

د حکمتیار په اسلامي حزب پوري اړوندو سرچینو هم د اسوشیتید پریس خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان له دولت سره د سولې د موافقې لپاره نوي شرطونه ایښي دي.

اژانس د نامعلومو چارواکو په قول ویلي چې د حکمتیار په نویو شرطونو کې له امریکا سره د امنیتي تړونونو د فسخه کېدو او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش او د نوي حکومت له لوري د هغه تایید شامل دي.

د افغانستان حکومت د مې په نیمايي کې له حکمتیار سره د سولې د موافقې مسوده لاسلیک کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *