تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره له سولې وروسته د لومړي ځل لپاره له هیواده بهر سفر وکړ.

حکمتیار نن /سې شنبه/ ترکیې ته لاړ او ټاکل شوې ده چې له انقرې څخه به سعودي عربستان ته لاړ شي.

حکمتیار د تېر کال په سپټمبر کې د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړه. نوموړی په دې موده کې کوم بهرني هیواد ته نه و تللی.

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې حکمتیار به په ترکیه او سعودي عربستان کې له چا سره وویني.

حکمتیار د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ښې اړیکې لري. اردوغان په زلمیتوب کې حکمتیار ته ځانګړی درناوی درلود.

اردوغان، حکمتیار او راشد الغنوشي

پخوا داسې ادعاوې شوې وې چې حکمتیار کابل ته تر راتګ مخکې په ترکیه کې اوسېده.

د اسلامي حزب مشر د افغانستان له حکومت سره له سولې وروسته ژمنه وکړه چې د افغانستان له دولت سره د نورو وسله والو ډلو، په تېره بیا طالبانو د هڅولو لپاره به هلې ځلې وکړي. مېدای شي چې د ده دا سفرونه د سولې له هڅو سره بې تړاو ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *