تاند- اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، ګلبدین حکمتیار د افغانستان له دولت سره د سولې د موافقې لپاره نوي شرطونه زیات کړي دي.
اژانس وايي، یوه چارواکي، چې د افغانستان ولسمشر ته د حکمتیار د لیک له جزییاتو خبر و، ویلي چې د حکمتیار په نویو شرطونو کې له امریکا سره د امنیتي تړونونو د فسخه کېدو او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش او د نوي حکومت له لوري د هغه تایید شامل دي.
افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو او امنیتي موافقې لاسلیک کړي دي.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي یوه غړي وویل چې دا غوښتنې ولسمشر ته په استول شوي لیک کې شوي دي.
تر دې مخکې حکمتیار ویلي و چې د سولې لپاره یې شرطونه بدل شوي او نور د بهرنیو پوځیانو د وتلو پر غوښتنه اصرار نه کوي.
پخوا حکمتیار له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د فوري وتلو غوښتنه کوله.
خو ده دا غوښتنې وروسته له دې کړي چې د مې میاشتې په نیمايي کې د افغانستان حکومت له حکمتیار سره د سولې د موافقې مسوده لاسلیک کړه.
د افغانستان د اجرايي رييس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان، چې په خپله هم د اسلامي حزب غړی دی، تېره میاشت وویل چې حزب اسلامي موافقه کړې چې د حکومت له هیڅ مخالفې وسله والې ډلې سره به تماس نه لري او دا ګوند یوازې له تور لیسته د خپل مشر او غړیو د نومونو ایستل غواړي.
د افغانستان حکومت له تور لیسته د اسلامي حزب د غړیو د نومونو د ایستلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تماسونه ونیول او د هغو مثبت ځواب یې هم ترلاسه کړ.
حکمتیار د افغانستان له دولت سره د سولې شرطونه وروسته له دې سخت کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې شوي او حتي تر سرحدي نښتو پوري رسېدلي دي. افغان او لوېدیځ چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان د سولې کلي د پاکستان په لاس کې ده.
Kacheri dagha khabara waqighiat walari fakistan waqighi rol lari hekmatyar aw palawyan che afgha2hokomat ke loaya barkha lari der de sharam zai pa daghao bandi de jasoosano shak kedai she seraf ta moslman e kala che fakistan de afghanoo weni toi kri pa de wakht ke de shartoono khabara kegi kher malama ba she che hekamatar soomra de afghanano zra derdigi
مخکې شک کیده چې حکمتیار هر څه د امریکا او پاکستان په خوله کوي او دا د امریکا ګوډاګی دی مګر اوس داسې جوتیږي چې دا شکونه پر ځای ؤ. ځکه له یوې خوا امریکا نوره په تیښته ده او د ځان لپاره یو دلیل پيدا کوي چې په حیا کې د افغانستانه ووځي او څوک ورته مات شوی ونه وایي او د بلې خو پاکستان ته افغانستان یو ضعیف او تقریبأ مستعمره هیواد معلومیده، خو د تورخم ماتې یې غوږونه خلاص کړل نو اوس یې خپل لاسپوڅی را وړاندې کړ چې نوي شرتونه کیږدي.
نژدی د نړۍ ټول هیوادونه یو له بل سره د همکاری تړونونه لری مثلا د اروپا د ټولنې تړون ، د ناتو غړو هیوادونو تر منځ ، د شانګهای د غړوهیوادونو ترمنځ ، د اسلامی کنفرانس هیوادونو سازمان او همداراز د همکارۍ دوړه اړخیز تړونونه د هیوادونو ترمنځ شتون لری.
فکر کوم داشرطونه به رښتیا نه وی او که وی نو بیا د پنجاب د ګټو لپاره به وی ، ځکه پنجابیانو د تورخم په پيښه کې له الوتکو ګته نشوه اخیستلی . له امریکا سره د ټړون په موجودیت کې پنجابیان دا جرءت نه لری پر افغانستان له هوایی قوی کار واخلی
اوس نو څوک د پاکستان لپاره کار کوی٬داسړی اصلی پاکستاني دی .
بعضی سرچینی وایی چه دا هسی اوازی دی بلکی د سولی پر ضد تبلیغات دی حزبی اسلامی کوم نوی شرطونه نه دی ایښي نور والله اعلم
که دا خبره رښتیا وی نو دا غالبن د دوه حالو څخه خالی نه ده; یا دا چه حکمتیار صاحب نظر بند دی او دا نوی نوی شرایط بل څوک ….دده له خوا وړاندي کوی او یا دا چه خدای مه کړه لکه چه دا سړی هم دا د انګریز ځامنو لکه د ملا محمد عمر په شان پټ له منځه وړي وی. زمونږ چارواکو ته په کار دی چه په دی جرګو دی وخت نه ضایع کوی. شیطان پاکستان د هر هغه تحول مخه نیسي چه د افغانستان دریځ پیاوړی کوی. که د حکمتیار صاحب اعلامیی ته چه د تورخم د واقعي په هکله یئ خپره کړی وه په دقت وکتل شی نو ډیره بیطرفانه او د پاکستانی مقاماتو خیال یئ ورکی ساتلي وه. او ددی څخه داسی ښکاری چه کیدای شی ددی کاسي لاندی هم کومه نیم کاسه وی.
درنوو ورونو! که خبر دقیق ولولئ، پکې نوئ شرط نښکاري هغه پخواني شرطونه دي، چې په خبر کې داسې راغلي: [[حکمتیار په نویو شرطونو کې له امریکا سره د امنیتي تړونونو د فسخه کېدو او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش او د نوي حکومت له لوري د هغه تایید]]۰
ـــ افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو او امنیتي موافقې لاسلیک کړي دی ـــ
ـــ [[ تردې مخکې حکمتیار ویلي وو چې د سولې لپاره یې شرطونه بدل شوي او نور د بهرنیو پوځیانو د وتلو پرغوښتنه اصرار نه کوي]]۰
ـــ [[پخوا حکمتیار له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د فوري وتلو غوښتنه کوله خو ده دا غوښتنې وروسته له دې کړي چې د مې میاشتې په نیمايي کې د افغانستان حکومت له حکمتیار سره د سولې د موافقې مسوده لاسلیک کړه]]۰
حکمتیار یوازی دی پاکستان خبری منی په افغانستان کی به هیڅ کله سوله را نشی