تاند، سه شنبه، د حوت ۲۷مه: ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې د سولې په اړه پرېکړه یوازې د ارګ ماڼۍ کار نه دی بلکې په دې تړاو باید یوه معتبره مرجع رامنځته شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره رامنځته کېدونکې مرجع باید له اعتباره برخمنه او د سولې پروسه په ښه ډول مدیریت کړای شي.

د حکمتیار په اند دغه معتبره مرجع باید د پایداره سولې لپاره له طالبانو سره د خبرو طرحه جوړه کړې، سرې کرښې په ګوته کړي او د مذاکراتو په برخه کې وروستی تصمیم ونیولی شي.

که څه هم افغان حکومت له ټولو لوریو سره د مذاکراتي پلاوي د جوړولو پر سر د مشورو خبر ورکړی خو ګلبدین حکمتیار ویلي، له دوی سره په دې اړه هیڅ ډول مشوره نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین حکمتیار، حامد کرزي، عبدالله او څو نورو سیاسیونو څو ورځې وړاندې د کریم خلیلي په کور کې د مصالحې شورا په رامنځته کولو هوکړه کړې وه.

8 thoughts on “حکمتیار: د سولې پرېکړه به یوازې ارګ نه کوي، باید بله مرجع ورته جوړه شي”
  1. ولله چې ډیرو بی عقله خلکو سره مو مخه ده ګلبدین د سولې لپاره معتبره مرجع غواړی نو له دولت څخه بله کومه معتبره مرجع کیدلای شی ته خو هم د اعتبار وړ نه یی

  2. نو چی ریاست جمهوری دا پریکړه ونکړی څوک به یی کوی. ځکه دوی په سیاست هم پوهیږی او په خبره هم . له موثره خلکو د تاسو هدف څه شی دی تاسو خو کوم موثریت هم نلری ځکه هغه مجاهدین چی له تاسو سره وواوس هغوی هم پیژندلی یاست چی د پنجاب د ګټو لپاره هر افغان په پډه وهلی سی. نه ددی مملکت غم درسره دی ا و نه هم د خلکو په ریښتونی اسلامی نړی کښی د مسلمان رهبران همداسی ژوند کوی لکه تاسو؟ آیا ستا هر مجاهد همداسی د عیاشی ژوند دی ؟ او که له خاورو سره خاوری دی؟ د سولی راوستل د اشرف غنی کار دی هغه پردی پوهیږی چی موثره خلک څوک دی . هغه پر دی هم پوهږی چی ته د پاکستان یو ټونبل سوی اغزی یی چی هیڅوخت دی دغه ملت ته په درد ندی خوړلی.د بی ځایه ایتلافونو مور یی ، ۴۵ کاله کیږی چی همدا یوه خبره دی زده ده چی موقته اداره. پر ځای دی کښینه اوس دی هم افغانان خیر یوسی چی ته پردی وطن او خاوره ژوندی ګرزی.

  3. ړا دولت د افغانستان د خلکو په وینو جوړ دولت دی
    د حکمتیار له بلی مرجع مطلب د ۱۳۷۲ کال د اسلام د پتنګانو مرجع ده؟

  4. یاره دوی پدی هیواد کی یو سرطانی تومور رول لوبوی ، تل ېوندی وی خو هیڅ مثبت رول نه لوبوی ، نو سوله که هر ځوک راولی ستاسی ښه ده ، نو تاسی ولی زړه چوی ،

  5. که حکومت د سولې مشروع مرجع نه وي بیا ده ولې له حکومت سره سوله وکړه؟ اصلا د دغه شیطان ستراتیژیک ماموریت د افغانستان نظام ضعیفول دي

  6. دا مردار خواره او گنده رهبران ددی ولس له وژلو والله که ستري شی. دا پاکستاني دلالان د شرم له حده وتلي دي. دا حرمونی چی د زرهاو افغانانو په وینی یي لاسونه سره دی په کوم مخ د سولي خبری کوي. تر دی خو می زیاد قهر دی غت پوزي کرزي ته رأحي چی په دی شل کلونی کی کي غول هم و نه کرل او اوس په بی حده بی شرمئ د حکومت په چارو کی مداخله کوي. والله که پوهيزم چی دی د شرم په نامه کوم شی پيژنی او که نه

  7. ښاغلي حکمتيار مهرباني وکړ ي ښکاره وواياست چه له معتبرو شخسيتو نو مو مقسد څوک ده
    که ستاسو مقسد له کرذي عبدلله او ځان څخه وي نومهرباني وکړه اولس ته ووايه چه ستاسو حزب سلامي څومره ښوونکي مړه کړل پلونه مو وران کړل …………. افغان اولس مجبور کړو چه پاکستان او ايرن ته مهاجر شي
    کابل کي مو. د عبدلله له ډلي سره په زرهاوو افغانان قتل کړل
    تاسو او ملکرو ته معتبرين نه بلکه د افغان اولس قاتلين ويل کيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *