تاند- د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په قطر کې د طالبانو د دفتر له بندېدو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې باید له طالبانو سره خبرې وشي.
ښاغلي حکمتیار د کابل د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۱/ د هوتخېلو له قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل د طالبانو د سیاسي دفتر بندېدا ګټه نه لري خو تاوان لري.
ښاغلي حکمتیار دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د دوه اویایمې غونډې په څنګ کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو په کتنه کې د دې موضوع په اړه د بحث یادونه وکړه او ویې لیکل چې ولسمشر ټرمپ له خپل افغان ساري څخه وغوښتل چې له قطري چارواکو د دوحې د دفتر د بندېدو غوښتنه وکړي.
پخپله ولسمشر غني دا راپور رد کړی دی.
حکمتیار وویل، که داسې غوښتنه وشي، دا به غلط اقدام وي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو دفتر د افغانستان د سولې د خبرو لپاره یوازینۍ مرجع ګټل کېږي او ډېر کسان هیله لري چې بالاخره به د افغانستان د مسلې لپاره سیاسي حل له همدغه ځایه ترلاسه کېږي.
حکمتیار هم دې موضوع ته په اشارې وویل« په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د اړيکو ټينګولو لپاره يو ښه ادرس دی او له دې دفتر څخه بايد د مذاکراتو او روغې جوړې لپاره ګټه پورته شي.»
حکمتیار د جګړې دوام بې ګټې وباله، ویې ویل چې هیڅوک د جګړې له لارې مقابل لوری ځپلی نه شي.
ده له طالبانو هم وغوښتل چې د سولې لارې ته راشي ځکه چې جګړه ګټونکی نه لري.
ده طالبانو ته بلنه ورکړه، هغه لار غوره کړي چې اسلامي حزب خپله کړې ده؛ یعنې د جګړې بس کول او د خبرواترو له لارې سوله کول.
تالبان با ید د خبرو کولو لپاره آدرس ولري، د کرزي د حکو مت په دوران کې دا خبره بار بار تکراریده چې تا لبان آدرس نلري، موږ له چا سره خبرې وکړو ، که په رښتیا امریکا یان او نور اړ وند لوري په رښتیا غواړي چې ، په دې وطن کې صلحه راشي نو د خبرو اترو او مذا کراتو لپاره با ید مشخص آدرس معلوم وي، له دې خا طره د دفتر بند ول د مذا کرا تو د آدرس له منځه وړل دي او د جنګ دوام.