تاند- د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د قطب الدین هلال ملاتړ وکړ خو ملي تحریک د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ننګه وکړه.

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې قطب الدین هلال، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له دغه ګوند څخه غوښتي و چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ملاتړ وکړي خو له هلال پرته د حزب له شرایطو

قطب الدین هلال
قطب الدین هلال

سره نورو موافقه ونه کړه.« د حزب اسلامي اجرائيه دې وضعيت ته په پام سره دا غوره وگڼله چي د هلال حمايت وشي، او د حزب اسلامي له ټولو متعهدينو، خواخوږو او له ټولو هغو افغانانو چي د هېواد خپلواكي، ملي حاكميت، د جگړو پاى او د ډاډمني صلحي تأمين ته ژمن او منتظر دي وغواړي چي كه قطب الدين هلال پر خپل دريځ تر پايه ټنگ پاته شي نو د هغه ملاتړ وكړي، هغه ته رأيه وركړي او په دې سره د امريكايانو يوه بله خطرناكه توطئه شنډه كړي، د اجرائيه شورى دا پرېكړه د حزب اسلامي مشر ته لېږل شوې، د هغه له توافق وروسته به حزب اسلامي په څرگنده د هلال حمايت وكړي، اوس به د حزب اسلامي يوه برخه خپل مقاومت ته د پخوا په څېر او تر هغه هم په لازيات قوت او شدت سره دوام وركوي….»

ملي تحریک د ډاکتر غني احمدزي ملاتړ کوي

له بلې خوا د افغانستان د ملي تحریک په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د ولسمشرۍ د یوولسو کاندیدانو له دقیقې ارزونې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی چې اشرف غني احمدزی غوره نوماند دی او ملاتړ یې کوي.

« ډاکټر اشرف غني احمدزی موږ ته داسې يو نوماند ښکاره شو چې د اسلاميت، افغانيت او انسانيت درې واړه جواهر په کې ځلېدل، څرنګه چې ملي تحريک د سترو انساني او ملي ارزښتونو د بريا او خونديتابه لپاره هلې ځلې کوي، نه د څوکۍ او مقامونو لپاره، نو ځکه خو يې له خپلو غړو او د فکر او نظر له نورو ګڼو خاوندانو سره تر اوږدو سلا مشورو وروسته وپتيېله چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه وکړي.»

1ملي تحریک د خپلې خبرپاڼې په دوام کې ویلي:« هېواد اوسني نازک سياسي حالات، ملي يووالی، د فساد پر ضد د مبارزې جدي تقاضا، فقر، تنګلاسي، بهرني او کورني حالات، د حکومت نا انډوله جوړښت او ټولنيزې نابرابرۍ، نور هغه عوامل وو چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په شان د يو فعال افغان په شتوالي کې د هغو د حل څرک لګېدلای شو، نو ځکه ملي تحريک د غني ملاتړ غوره وباله.»

تر دې مخکې یو شمېر نورو ګوندونو او شخصیتونو لکو افغان ملت، پیرسید احمد ګیلاني، د افغانستان اسماعیلیه فرقې، ډاکتر علي احمد جلالي او ډاکتر انوارالحق احدي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی و.

9 thoughts on “حکمتیار د قطب الدین هلال او ملي تحریک د اشرف غني ملاتړ وکړ”
  1. ډیره مننه کوو د ښاغلی یون څخه او زمونږ هم همدغه دده څخه هیله وه چی د داکتر صاحب اشرف غنی څخه خپل ملاتړ اعلان کړی .یو ځل بیا د یون صاحب څخه یوه نړی مننه چی خپل ملاتړ یی ښاغلی احمدزی څخه اعلان کړ
    مصطفی له کابل څخه

  2. شونی ندی چی حکمتیاردی پدی توګه قدرت ته ورسیږی اوس خلک پوه شوی چی په هیڅ ډول به هغه چاته چی په جکړو کی یی ژوند تیر شوی وی دبیاقدرت رسیدو لپاره رایه ورنکړی حکمتیار که پدی فکر کی وی چی په هر قوم کی پلویان لری او هغوی دحزب په نوم به دغه امرته لبیک ووایی دا هسی پوچ خیال دی ځکه یوشمیرافغانان له جګړو اودغه شان جکړه مارو له څیرو نور خسته شوی اودغه خسته شوی څیری چی تیر ځل یی هم تر کعبی شریفی پوری دوی دژمنو لپاره رسیدلی اوبیایی بیرته خپل هوډ مات کړی اویوشمیر نوربیا یعنی دبلی ژبی خلک هیڅکله هم ولو له حکمیتیار سره په یو دسترخوان هم لوی شوی رایه نه ورکوی اوبل داچی دده غټ متحد جنرال دوستم لده څخه بیل شوی که تاسی ددی کمپاین په دور کی ولایتونوته نظر وکړی هیڅوک به پیدا نشی چی هغه به ووایی چی داکتر عبدالله یا حزب اسلامی پلووکسانوته رایه ورکوی یوازی کم شمیر شمالی ټلوالی پوری تړلی کسان یا هغه څوک چی خپله راتلونکی دشمالی ټلوالی استازی عبدالله پوری تړلی بولی دنوموړی لږ څه حمایت کوی اوپاتی نور ریات داشرف غنی ملاتړ کوی .دلته څو نوماندان خوشی لګیادی چی ټول پری پوهیږی چی هغه پرته له اشرف غنی اوعبدالله اوپه دریم قدم کی زلمی رسول دی نورباید دخپل قدرت رسیدو په موخه یا سره یوځای شی اویاهم داشرف غنی ملاتړ وکړی که څه هم اشرف غنی به هم دا وطن په پنځو کلونوکی ګل اوګلزار نشی کړای خو داتمه ورنه کیږی چی یو نسبتا قانونی حکومت لپاره به تکل وکړی

  3. نه پوهیږم چی دا څه لوبه شروع ده پرون عبدالله عبدالله وو نیمی یی دزلمی رسول تاید کوی او اوس دادی بل خبر اورم چی قطب الدین هلال شو دا دحزب دماتیدو یو فلان بولم که چیری نه وی نو تیره هفته ووه که څه مخکی وو دحزب اسلامی داسی کسان کابل ته راغلی وو چی تر اوسه چا په کابل کی نه وه لیدلی هغو په ډیره تلواری او د وهم سره دا خپلو ملګروته وویل چی تاسی دا اعتلاف کړی موږ ورسره موافق یو خو اما مشری یی . دیوځه زنډ سه ورسته دکابل حزبیانو ورته وویل چی تاسی څه غواړی هغو په ځواب کی ورته وویل څه چی ممکن وی ټول سره ناست ووه دفارق وردګ سباون منشی مجید خان مولوی سرفراز سرمعلم عبدالعزیز سباوون او داسی نور چی زماسه یی نومان هیر دی بیا ما ورته وویل څو ورځی ورسته چی اعتلاف او بیا دچاسره دابه زموږ نفس څنګه قبوله کړی چی موږ دی دعبدالله صندق ته رایی وراچوو خیر اوس تلیفون څوک نه پورته کوی چی پوښتنه وکړم سبا به ګورو

  4. تمیم شاهد څه درته ووایم ستا ددی نظرسه معلومیږی چی تا دی دهغه چا تر سیوری لاندی زنده ګی کړیوی چی هغه دی داسی مادیات پرسته وی لکه …..ادځان دادم (ع)اولاد نه بولی ویل به یی چی مو دبیزو زامن یو نن خو دافغانستان ټولو خلګو جنګ کړی دی یابه دروسانو طرفداران ووه او یا به دمجاهیدینو ته دکوم طرف وی او دا 36کاله دی څه کول چیری وی او دچا خبری ته دی غوږ نیوی چی نه مجاهد وی نه کمونست ته څوک وی

  5. د ښاغلي اسماعیل یون ټول کارونه د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې دي، خو دا اقدام يي چې خپل ملاتړ يي په ټا کنو کې له اشرف غني څخه اعلان کړ، له هر خوا د ستایني وړ دی. زه ښاغلي یون ته په دې ویاړلې پریکړه شاباسي وایم او له یوه نر او هیوادپال افغان څخه همداسې هیله کېدای شي. ژوندې دې وي یون ، ژوندې دې وې اشرف غني

  6. قدرمن او دروند استاد یون صاحب ته سلامونه او نیکې هیلې!
    که څه هم یون صاحب خو لا له وړاندې د هېواد د دښمنانو په وړاندې خپل اسلامیت او افغانیت ثابت کړی وه خو دا ځل یې هم په تول پوره کار کړیدی چې موږ ورته مخکې له مخکې ددې کار مبارکي وایو د یون صاحب دا کار د ستایلو وړدی او مننه ترې کوو.
    په درنښت

  7. درنو هیوادوالو! دا اوس هر افغان ته څرګنده ده چی په دغه ۱۱ ښاغلو کی څوک څوک وو او څوک به پاتی سي .داچي ولي ښاغلي حکمتيار دښاغلي هلال څخه ملاتړ وکړ دا دملي ګتو په خاطر نه بلکي دخپل ګډ اوبه خوړ به خاطر. یون صاحب هغه شخصیت غوره کړ ،کوم چي ملي هيلي لري اوپه هيواد کي يي دسولي دټینګښت ،سوکالئ او ټولنيزي متعادلي پرمختیا هوډ لا له وړاندي درلود ،چي بريا به هم دده په برخه وی.

  8. دمور شدی دی سی دنرزوی دی چی په انتخاباتوکی ودری دی اصل افغان دی
    هغه نورزموږیاران څکوی چی خاص یی دافغانانو مرګ مطلب دی نورنه دخپل ژوند په قیصه کی دی اونه دنورو افغانانو
    اخیربه دوی هم په یوه یوه تنضیم پوری ځان مربوتوی دادی ګوروبه یی چی خان څوډوډی خور

  9. یوه خبره چی اړینه یی بولم او هغه دا لکه څنګه چی تاسی ګوری د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو خپلی مناظری او درانه کمپاینونه شروع کړی خو رایه ورکول دهر افغان حق دی خو زما په اند هغه کس درایی مستحق بولم چی واقعا دافغان ولس هیواد او داسلام دمبین دین لپاره یی سرښندنی کړی وی او ولس دهغوی پرسرښندونو اوقربانیو شاهد وی او ددغه مظلوم او بیچاره ولس ته چی د څو کلونو راهیسی دیوستر ناورین سره مخامخ دی او لا تراوسه لا د ډول ډول تکلیفونو کړاوونو سره لاس او ګریوان دی او کړیږی دخدمت مصدر وګرځی او نوموړی شخص باید اسلامی او ملی ارزښتونه په نظرکی ونیسی او داسلامی نظام دنافذولو اساسی مفکوره ولری اوداسلامی شریعت په چوکاټ کی د سولی سوکالی پرمختګ او په هیواد کی دعدل دقایمولو اودیو ازاد اوباثباته اوفغانستان لپاره کوټلی ګامونه اوچت کړی اوس قضاوت تاسی ته پریږدم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *