تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له پخلاینې وروسته له لومړني دولتي چارواکي سره وکتل.
د لغمان د ولایتي ادارې له خبرپاڼې سره سم، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د اسلامي حزب له مشر تود هر کلی وکړ.
عبدالجبار نعیمي د ولسمشر د استازي په توګه د اسلامي حزب له مشر سره په کتنه کې وویل«د ملی یووالي له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې د موافقې په لاسلیک کېدو او د دې پروسې بریا د تلپاتې سولې لپاره د میلیونونو جنګ ځپلو او ځورېدولو افغانانو هیلې را ژوندۍ کړې او په دې تمه دي چې په افغانستان کې جګړه بنده او د جګړې ټولې ښکېلې غاړې د سولې په ټغر راټول شي.»
لغمان والي همداراز وویل «د ملي یووالي حکومت غیږ ټولو هغو دولت ضد وسلوالو ډلو ته چې غواړي د سولې له روانې پروسې سره یو ځای شي پرانیستې ده.»
نوموړي د دولت په ټولو وسلوالو مخالفانو غږ وکړ چې د اسلامي حزب د سولې لار تعقیب کړي او له دې پروسې سره پر یوځای کیدو د هېواد په ابادۍ او ټولو ملي بهیرونو کې رغنده رسالت ترسره او نور د وینې تویدنې مخه ونیسي.
د لغمان ولایت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې د حکمتیار او نعیمي د خبرو د نېټې او دغه راز د حکمتیار د څرګندونو په اړه څه نه دي ویل شوي، یوازې یادونه شوې چې په دې کتنه کې د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار هم په ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.
ټاکل شوې ده چې شاغلی حکمتیار ژر کابل ته راشي.