د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند ډله چې کلونه یې د افغان دولت او بهرنیو پوځیانو په وړاندې وسله واله مبارزه وکړه، بلاخره د سولې پروسې ته حاضره او ویل کېږي چې نیږدې وخت کې به ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي او د سولې شورا له مشري او افغان دولت له مسوولینو سره مخامخ خبرې وکړي.

نوي حکومت له راتګ سره د سولې په برخه کې هڅې زیاتې کړې، ملي او نړیواله اجماع یې رامنځ ته کړه، پاکستان سره یې په خلاصو دروازو خبرې پیل کړې، مخالفو وسله والو ډلو ته یې په واضح توګه وویل چې د سولې په برخه کې د حکومت دریز معلوم، خبرې یې رڼې او په بهرنیو ګټو پورې تړلې بې ځایه او نامشروع غوښتنې ورته هیڅ د منلو وړ نه دي.

پاکستان چې په تېرو پنځلسو کلونو کې افغان حکومت ته په خپله کوپړۍ کې وینې ورکړي او د دوستۍ په نوم یې چیچلی بیا هم موقع ورکړل شوه چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، که سمې لارې ته نه راځي فشارونه په راوړي، امکانات په قطع او له خپلې خاورې وباسي.

د طالبانو په شمول د دولت له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره د سولې خبرې په ښه شکل او سمه توګه روانې وې چې د ملاعمر د مرګ مسله منځ ته راغله او د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو له امله د سولې پروسه له خنډ سره مخ شوه.

د سولې راوستلو لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون د امریکا او چین څلوراړخیزې کمېټې کارونه که په عملي برخه کې د پام وړ نه و، خو په معنوي توګه یې د پاکستان او طالبانو اصلیت او د افغان دولت دریز روښانه کړ.

په کابل او اسلام اباد کې د یادې کمېټې پرلپسې ناستو او د پاکستان ژمنو سره سره طالبانو د سولې وړاندیز رد او د عمري په نوم یې د پسرلینو عملیاتو د پیل اعلامیه خپره کړه. په ځینو ولایتونو کې حملو ته زور ورکړ، د کابل د خونړۍ حملې په څېر یې ورته حملې وکړې چې د افغانانو ضد طالباني احساسات یې را وپارول او له افغان دولت څخه یې غوښتنه کړه چې د سولې او خبرو سیاست دې د جنګ په سیاست تبدیل او ځواکونو ته دې قاطع امر وکړي چې د طالبانو په وړاندې یوه لاره هغه هم د جګړې لاره لرئ.

له حزب اسلامي سره د خبرو پرمختګ او د طالبانو په وړاندې د حکومت د جنګ وروستی موقف به د طالبانو په سیاست ناوړه تاثیر وکړي. خلک له جنګ جګړ ستړي دي، د وطن ورانۍ او د هېوادوالو له وژلو یې په اخیري درجه کرکه کېږي. په دغسې حالاتو کې به د طالبانو په وړاندې کرکه لا زیاته او بلاخره به په ډېر کمزوري دریز سولې ته غاړه کېږدي.

کابل ته د اسلامي حزب راغلي هئیت د سولې له عالي شورا سره په څو ناستو کې وویل چې له پخواني دریز څخه تېر شوي او اوس ورته د بهرنیو ځواکونو وتل او د قوانینو تعدیل لومړیتوب نه لري؛ بلکې یوازې دې نړیواله ټولنه د دوی غړي او مشران له تور لیست څخه وباسي او د سیاسي فعالیت اجازه دې ورکړي. افغان حکومت یې هم دې غوښتنو ته لیبک ووایه، هیله دا ده چې روانې خبرې به پایلې ته ورسېږي او د حزب اسلامي په نوم له افغان دولت سره د وسله وال مخالفت پنځلس کلنه کشاله به پای ومومي.

د حزب اسلامي د پخلاینې په صورت کې به طالبان د ولس په منځ کې لا منفور شي. د طالبانو له لورې د سولې خبرو ردېدل او د کابل په څېر د خونړیو حملو ترسره کول چې په پایله کې په سلګونه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول د افغان حکومت حوصله ختمه او افغان امنیتي ځواکونه به په لا ښه جدیت د هغوی په وړاندې جګړه وکړي.

افغان دولت ته په کار ده چې له اسلامي حزب سره ژر تر ژره د سولې مذاکرات پایلې ته ورسوي، په دې توګه به وکولای شي نورې مخالفې ډلې تر فشار لاندې راولي او د طالبانو په وړاندې د دولت موقف قوي او د طالب ضد ولسيروحیه پیاوړي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *