تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار نن /سې شنبه/ په یوه خبري غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې له امریکا سره د خبرو په ځای بین الافغاني خبرو ته ترجیح ورکړي.

«طالبانو ته زموږ سپارښتنه دا ده چې له امریکا سره د خبرو پر ځای بین الافغاني خبرې غوره کړي، ځکه چې د طالبانو عزت له افغانانو سره په خبرو کې دی.»

ده همداراز وویل، طالبان له سولې پرته بله لار نه لري ځکه هغه کسان چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي له ماتې سره مخامخېږي. حکمتیار دا هم وویل چې په حکومت کې دننه هم ځینې کسان له سولې بېرېږي ځکه چې ګومان کوي چې د سولې په صورت کې به ماڼۍ له لاسه ورکړي او خلک به ورڅخه ځواب وغواړي چې دا شتمني یې له کومه پیدا کړه.

ايتلافونه ناکام دي

حکمتیار په خپلو خبرو کې له محقق، قانوني، باتور دوستم او د یو شمېر نورو ډلو له مشرانو سره خپلې وروستۍ غونډې ته په اشارې وویل، اسلامي حزب ايتلافونه ناکام بولي او د دوی وروستۍ غونډه هم د حکومت پر ضد د نوې جبهې د پرانیستلو لپاره نه وه.

خو حکمتیار د هغو غوښتنو یو وار بیا ملاتړ وکړ چې د سرینا هوټل په غونډه کې ده او نورو ګوندونو کړې وې.

ده د نوملیکنې اوسنۍ پروسه رد کړه، ویې ویل چې تر اعلان شوي شمېر ډېر لږ کسانو نوملیکنه کړې او باید د شفافو انتخاباتو لپاره له بایومیټریک سیستم څخه کار واخیستل شي.

د دوی دا غوښتنه ولسمشر غني او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په کلکه رد کړې ده.

د موقت حکومت مخالفت

حکمتیار د ګوندونو له نورو غوښتنو سره موافقه ونه ښوده، ویې ویل چې امکان نشته چې سیاسي ګوندونه دې د موقت حکومت د جوړېدو پر سر سلا وکړای شي ځکه چې هغوی حتي په خپل منځ کې هم موافقې ته نه شي سره رسېدای.

حکمتیار زیاته کړه چې د ملي یووالي د حکومت د ړنګېدو او د نوي حکومت د جوړېدو مخالف دی.

ده په عین حال کې وویل چې ځینې د موقت حکومت غوښتونکي دي او هغه هم د یوې یا دوو میاشتو لپاره نه بلکې د ۳ کلونو لپاره د موقت حکومت د جوړېدو هلې ځلې کوي.

ځینې راپورونه وايي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي چې یوه موقت حکومت ته لاره هواره شي.

راپورونه وايي چې کرزی په دې هیله چې د موقت حکومت مشري به ده ته ورکړل شي، یو شمېر سیاسي ډلې هڅوي چې د حکومت خلاف راپورته شي.

قومي اختلاف ته لمن وهل

حکمتیار وویل چې ځینې منفور کسان د سیاسي ګوندونو له هویته قومي نفاق ته لمن وهي او د الیکترونیکي تذکرو مخالفت کوي.

ده پر سیاسي ګوندونو ږغ وکړ چې له دغو کسانو ځان خلاص کړي.

One thought on “حکمتیار له طالبانو وغوښتل چې د امریکا پر ځای له افغانانو سره خبرې وکړي”
  1. له دې مالوميږي چې په هر شر او نفاق کې د عصر الفساد مشر والا مقام چپن پوش « حامد خان کرزایي » څرګند لاس دی. د دوی کړنې هم د شورای نظار ملي سرود ته ورته دي ، اسلام دین ما ست ، افغانستان به غ ….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *