تاند – د افغانستان د اسلامي حزب مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار وایي چې په ولسمشرغني پسې وروسته لومړنی سیاسي مشر وو چې کمپیوټري تذکره یې واخیستله.
ښاغلي حکمتیار نن سې شنبه /د میزان ۳۰مه/ په کابل کې د خپل ګوند پلویانو او خواخوږو ته په خبرو کې وویل چې په راتلونکي کې د انتخاباتو او سیاسي چارو د شفافیت د ډاډمنولو لپاره باید قاطع ګامونه واخیستل شي.
حکمتیار د کمپیوټري تذکرو توزیع د شفافیت د ډاډمنولو او په هېواد کې د امنیت د تأمینولو لپاره یوه ښه لاره وبلله او ویې ویل چې دا لړۍ باید پراخه شي.
د اسلامي حزب مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د سیاسي کړکېچونو د مخنیوي او د روانو ستونزو د حل یوه لاره دا ده چې هغه ګوندونه چې د قوم او سمت د ګټو په اساس جوړ شوي هغه منحل کړای شي او د ده د ګوند په څېر دوه یا درې ملت شموله ګوندونه رامنځته شي.
حکمتیار په دې برخه کې د متحده ایالاتو د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په شمول د یو شمېر هېوادونو ګوندونه یاد کړل چې د قومي او سمتي ګټو د ساتنې پرځای د ملي ګټو داعیه پرمخ بیایي.
د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب باندې یې یو شمېر مخالفان تور پورې کوي چې د پاکستان له ملاتړه برخمن او د هغه هېواد ګټو ته ژمن دی، خو حکمتیار دا خبره ردوي او وایي چې ګوند یې نه غواړي چې د پاکستان، هندوستان او ایران په شمول یو هېواد هم د خپلو ګټو د ساتنې جنګونه افغانستان ته راوړي.
– ازاد ژورنالست: خ. ستانکزی
زه د اولین ځل د ّپاره د حکمتیار له خولی سمه خبره اورم!ا