ښکاري چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له حکومته ماڼېجن شوی دی.

هغه له رسنیو سره په په تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان کورنى وضعيت او سيمه‌ييز شرايط داسې دي چې اداره کول يې پياوړي مرکزي حکومت او واکمن ولسمشر ته اړتيا لري.

حکمتيار زياته کړې؛

“يو داسې حکومت چې جمهور رييس يې د کورنيو او بهرنيو کړيو له لوري نه پرېښودل کېږي چې د يوه والي د بدلولو فرمان صادر کړي، داسې حکومت به څنګه دا جنګ ځپلى او وېشل شوى هېواد اداره کړاى شي؟”

هغه زیاته کړه، د افغانستان دولت د خپلو ژمنو خلاف د دې  ګوند یو شمېر هم غړي نيولي دي.

One thought on “حکمتیار نور پر حکومت باور نه لري؛ غني حتا د يوه والي له زوره هم نه دی”
  1. د حکمتیار ګوندی اداره هم دولت غوندی ضعیفه ده. نامتو غله او مځکوغاصبان و لوچکان لکه الله ګل وکاکاګل مجاهد و اقبال سافی و تور الماس او نور حکمتیار ته سپیڅلی او منلی مجاهدین دی. دی یی د غلاوو مخه نه شی نیولای که د ده په خوښه یی کوي. بل خوا بیا نابغه لګیا دی په تور الماس سپینه اداره جوړوي هسی خر ک و س ی روانه ده هههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *