حکمتیار

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ټاکنیزې ډلې هم په کابل کې لاریونونه پیل کړل او د مؤقت حکومت د تشکیل غوښتنه یې وکړه.

 په دغو لاریونونو کې ښاغلي حکمتیار پخپله هم ګډون کړی او خبریالانو ته یې ویلي، له ټولو سیاسي لوریو سره په اتفاق چاته اجازه نه ورکوي چې د ده په وینا په جعلي او تقلبي رایو واک ته ورسېږي.

 ښاغلي حکمتیار د دولت ساز ټیم ته په اشاره وویل، چې دغې ډلې یو میلیون او ۲۰۰ زره رایې جعلي کارولي او په وینا یې چې متقلب ټیم ۲۴۰۰ بایومتریک ماشینونه هم تخریب او غلا کړي دي او په دې ماشینونو کې زیاتې رایې د حکمتیار وې: (( موږ په هیڅ شي اکتفا نه کوو، دا لاریونونه یې پیل و، موږ له ټولو سره یو ځای د درغلۍ مخه نیسو، له هیڅ مشروع لارې دریغ نه کوو.))

ښاغلي حکمتیار نن یو وار بیا د مؤقت حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوسني حکومت د سولې او ټاکنو د پروسې مخه نیولې ده: (( ټاکنې باید د یو مؤقت حکومت تر څار لاندې په شفافیت ترسره شي، موږ د ټاکنو او سولې دواړو لپاره مؤقت حکومت ته اړ یوو.))

  نوموړي زیاته کړه د اوسني حکومت په دوام سره سوله ناشونې ده او طالبان هم له دې حکومت سره خبرو ته حاضر نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر حکمتیار وړاندې عبدالله عبدالله هم په ۱۰ ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړي او له کمېسیون څخه همدا یوه غوښتنه لري چې درې سوه زره رایې د باطلې اعلان کړي بیا دې د رایو شمېرنه پیل کړي، خو کمېسیون وايي، د رایو له شمیرنې پرته نه شي کولی په فرمایشي ډول ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان کړي.

3 thoughts on “حکمتیار هم لاریونونه پيل کړل او مؤقت حکومت یې غوښتی دی”
  1. په افغانستان کی لاریونونه کومه غټه خبره نه ده. حکومت ته پکار دی چه د شهید سیدبهاودن مجروح او شهید میرویس جلیل پوښتنه وکړی

  2. funny;peoples don,t want you.
    nobody give vote to khekmatyaar.
    relax;sleep well/don,t think about presidency.
    wait forJUSTICE.
    thank you

  3. د افغانستان په معاصر تاریخ کې دوه ځلي د قدرت خلا رامنځته شوې ده، چې بیا پوځ ړنګ او هر څوک په خپله مخه تللي او کورنی جنګ نښتی دی، یو ځل په ۱۳۰۸ کال کې چې کله امان الله خان واک پرېښود، د قدرت تشه راغله او وطن کې اړودوړ شو، مکتبونه بند، اردو ړنګه، عامه تاسیسات وران او هېواد لسیزې شاته ورغورځيد، بل ځل په ۱۳۷۱ کې د قدرت خلا رامنځته شوه کله چې ډاکټر نجیب واک ملګرو ملتونو ته د سولې په نامه تسلیم کړ. اوس نو تاسې اټکل وکړی چې دا هېواد یوه ورځ اعلی سرقومندان ونه لري څه پرې راځي، موقت حکومت کې اعلي سرقومندانۍ له منځه ځي او امنیتي او دفاعي ځواکونه بیا د موقت اعلی سرقومندان امر نه مني او دا ټول نظام ورسره ړنګېږي، دا د موقت حکومت نسخه کټ مټ د پاکستان ده، ځکه پاکستان موږ ته په ځلونو داسې لنډ مهاله حکومتونه جوړ کړي دي، اوس حکمتیار او کرزی بیا غواړي چې یو وار بیا په موږ د راولپنډۍ په څير معاهده ومني، یا د میرام شاه د عبوري حکومت ومني، یا د جبل سراج په څير معاهده ومني یا د مسعود او حکمتیار د ماهیپر په څير معاهدې ومني چې د هر یوې په اړه یې زموږ خلک پوره معلومات لري او عواقب یې هم لمس کړي او پرې پوهېږي.

    د دوی نسخې یوه د اهل حل عقد شورا ده چې درې سوه کسان کابل کې راټول او استاد رباني یې وټاکه، بله نسخه د طالبانو وه چې زر دوه زره علما یې د یوې سیمې او یو قوم راټول کړل او ځان یې پرې د ټولې نړۍ د مسلمانانو امیرالمومنین کړ او درېیمه نسخه یې دا ده چې درې سوه تنه سیاسي او تنظیمي مشران راټول مسکو یا قطر کې د افغانستان لپاره راتلونکی حکومت وټاکي، اوس دا نسخې چې هره یوه کې درې زره کسانو نه زیات ګډون نشي کولای، د افغانستان راتلونکی وټاکي مشروعیت لري او که دوه میلونه خلک چې تېرو ټاکنو کې یې برخه واخیسته؟ د دوی په نظر دا دوه میلونه خلک غلط خو دوی په حقه دي.

    لنډه دا چې دا دوه سیاسي مشران د نارسیزم او ځانځانۍ په مرض اخته دي، دوی هره هغه هڅه او پروګرام چې که سل په سلو کې د وطن په خیر وي، خو دوی په کې نه وي، نه یې مني. حق هم لري چې وې نه مني، ځکه دوی پوهېږي که چېرته نظام، دولت او دولتي بیورکراسي جوړه شوه، بیا په دوی راټول بیکاره او مفت خور قشر تاوان کوي او ددوی پلاستیکي پاچاهي او شان او شوکت ورسره ځمکې ته را لوېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *