تاند- د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ژر به یو شمېر بندیان خوشي او خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
حکمتیار پرون /پنجشنبه/ د کونړ او ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په کتنه کې وویل، ټاکل شوې وه چې دا بندیان تر لوی اختر وړاندې راخلاص شوي وای خو د ځینو خنډونو له کبله یې د خلاصون چارې یو څه وځنډېدې.
حکمتیار یو وار بیا د بندیانو د خلاصون په کار کې پر ځنډ انتقاد وکړ، ویې ویل « د دولت او حزب اسلامي تر منځ د لاسليک شوې معاهدې له مخې دوی بايد لس مياشتې مخکې د حزب اسلامي ټول زندانيان له بند څخه آزاد کړي و، خو په حکومت کې داسې يو لوری چې وروستۍ پریکړه وکړي شتون نه لري او په دې برخه کې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ لاسوهنې کوي او د پریکړو واک هم د همدوی په لاس کې دی.»
ده همداراز وویل چې لنډ وخت کې به له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني او د بندیانو پر موضوع به ورسره وږغېږي.
د حاجي اسمعیل مُنیب په مشرۍ د ننګرهار او کونړ ولایتونو قومي مشرانو او دینی عالمانو د ملایانو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دیني عالمانو د خوشي کېدو لپاره اقدام وکړي.