تاند- ګلبدین حکمتیار وايي چې د ده د سولې د طرحې په اړه، چې امریکا، طالبانو او د افغانستان حکومت ته یې سپارلې، متحدو ایالتونو او سعودي عربستان خبرې کړي دي.

حکمتیار نن /شنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل « موږ له طالبانو سره د سولې لپاره یوه جامع او د هېواد د ټولنیزو، دیني او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره یوه عملي طرحه هم دولت، هم طالبانو او هم د امریکا متحده ایالاتو ته سپارلې ده. په دې طرحه کې مو د سولې د عملي کړنلارې او تجربې لپاره یوه غیر جنګي سیمه ټاکل غوښتي دي چې په هغه کې به د ښکېلو لورو په توافق سره سولې ته ژمن امنیتي ځواک امنیت نیسي، اداره به یې هم په توافق سره جوړېږي او د طالبانو کورنۍ به دلته مېشت کېږي، د دوی کورنۍ به په بشپړ ډول مصئونې وي، طالبانو ته به په کابل کې د سولې د عملي مذاکراتو لپاره دفتر پرانیستل کېږي او دوی ته به لازمې اسانتیاوې برابرېږي.»

ښاغلي حکمتیار د خپلو خبرو په دوام کې وویل « د دې طرحې په تړاو زموږ سره ولسمشر موافقه کړې، امریکا یې هم په اړه غور کوي او تېره شپه د امریکا او سعودي چارواکو په دې تړاو خبرې سره کړې دي او طالبانو ته مو هم سپارلې ده. هیله من یو چې دری واړه اړخونه د رښتینې سولې راوستو لپاره په عمل کې خپله ژمنتیا ثابته کړي.»

حکمتیار په خپل وخت د شفافو انتخاباتو پر ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ وویل چې ګوند به یې که په شرایطو برابر حزبي کامدید ونه مونده، د نورو ګوندونو یا ازادو کاندیدانو له منځه به د چا ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *