تاند- په داسې حال کې چې اوازې دي چې د افغانستان حکومت غواړي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړي بدلوي، یو شمېر ګوندونو نن /پنجشنبه/ وویل، که حکومت په انتخاباتي سیستم کې بدلون را نه وړي د موقت حکومت غوښتنه به وکړي.

ګلبدین حکمتیار د ملي یووالي د سترې مجمعې په نوم د ګوندونو د یوه ايتلاف په استازیتوب ولسمشر غني ته خبرداری ورکړ چې که د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په سیستم کې بدلون رانه وړي، دوی به د موقت حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړي.

حکمتیار نن د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو په مشورتي غونډه کې وویل، د جنرال دوستم ملي جنبش، د محقق د افغانستان د خلکو وحدت، د احدي افغان ملت، د پیر ګیلاني ملي اسلامي محاذ او د اتمر د حق او عدالت ګوندونه له ده سره په ايتلاف کې شامل دي.

حکمتیار وویل، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دې له بایومیتریک سیستم څخه کار واخیستل شي، ټولو افغانانو ته دې، که هغه په هیواد کې دننه دي یا بهر د رای ورکولو امکان برابر شي او همداراز دې انتخابات ګوندي شي.

حکمتیار دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د افغانستان نژدې نیمايي خاوره د دولت له کنټروله وتلې ده.

حکمتیار پخوا هم په دې ټینګار کړی چې افغان مهاجرو ته دې په انتخاباتو کې د ګډون زمینه برابره شي.

حکمتیار وویل، که د دوی غوښتنې عملي نه شي، په کابل او ولایتونو کې به جدي عکس العمل وښيي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له قوله هم ادعاوې شوي چې د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز یې کړی دی.

ګډ کاندید او د جمعیت مخالفت

حکمتیار دا هم وویل چې ګوندونه موافقې ته رسېدلي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په ګډه کاندید معرفي کړي.

حکمتیار وویل چې تراوسه جمعیت ګوند ورسره ملګری نه دی خو ممکن جمعیت هم ورسره یوځای شي.

حکمتیار وویل چې د جمعیت له ځینو غوښتنو سره موافقه نه لري لکه دا چې دا ګوند د اجرايي ریاست، د نظام د فدرالي کېدو او د والیانو د انتخاباتي کېدو غوښتونکی دی.

One thought on “حکمتیار وايي، له څو ګوندونو سره ګډ کاندید معرفي کوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *