تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د طالبانو استازو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.

«طالبانو له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه، خو امریکا له طالبانو وغوښتل چې داسې شرایط برابر کړي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور ته اړتیا پاتې نه شی.»

ده وویل چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په خبرو کې تراوسه پورې نوي څه نشته خو د دوی ترمنځ د خبرو پیل یو ښه پرمختګ دی.

حکمتیار ټینګار وکړ، هغه وخت راغلی چې طالبان جګړه پای ته ورسوي او سوله وکړي چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.

«اوس توپ د طالبانو په لاس کې دی، دوی باید بهرنیو پوځیانو ته د وتلو لار هواره کړي، که طالبان جنګ ودروي، بهرني پوځیان به ووځي.»

د اسلامي حزب مشر په عین حال کې وویل چې دوی د طالبانو له مشرانو سره مستقیم او غیرمستقیم تماسونه لري او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش هغه مسله ده چې دوی له طالبانو سره پرې پر له پسې خبرې کړي دي.

حکمتیار وویل چې طالبان نه غواړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

One thought on “حکمتیار وايي، که طالبان جنګ ودروي بهرني پوځیان وځي”
  1. کله چې روسیان د ملک څخه ووتل نو تاسی ولی رانغلی ځکه صلاحیت مو نه درلود غلامان وی اوس نو طالبان ولی راشی هغوی هم نشوی کولای د پاکستان پخوانی نسخه چې په تاسی بی ننګه انسانانو يی تطبیق کړه پدوی هم تطبیق کوی. د خارجی په وتلو به طالبان راش او ستاسی په شان به د ملک ټولی اقتصادی، نظامی او سیاسی زیربناوی لمنځه یوسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *