تاند- د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار نن په هرات کې وویل چې بهرني هیوادونه دې په افغانستان کې پر جګړې پانګونه نه کوي.
ده وویل چې په افغانستان کې جګړې د شوروي اتحاد د یرغل له کلونو راهیسې دوام کړی دی چې نوره باید بس شي.
حکمتیار، چې د هرات په جامع جومات کې خبرې کولې، د خپلو خبرو په دوام کې وویل، حتي له هغو کسانو سره چې د دوی پر ضد جنګېدلي دي د سالمې سیالۍ غوښتونکی دی.
ده وویل چې د سولې غوښتونکی دی خو باید سوله له ټولنیز عدالت سره یوځای وي او له خلکو غواړي چې د جنګ غوښتونکو ملاتړ ونه کړي.
حکمتیار د افغانستان د جګړې او ستونزو یو اساسي علت د بهرنیانو مداخلې وبللې.
په همدې حال کې د حزب اسلامي سرچینې وايي چې حکمتیار به په هرات کې ۵ ورځې تېرې کړي او له بېلابېلو پرګنو سره به وویني.
دغو سرچینو په عین حال کې ویلي چې په هرات کې د ایران کونسلګرۍ هڅې پیل کړي چې خپل یو شمېر پلویان د حکمتیار د حضور پر ضد مظاهرې ته وهڅوي.
سرچینې دا هم وویل چې ایراني رسنیو مخکې تر مخکې اعلان کړی چې د هرات غیرپښتانه قومونه د حکمتیار مخالف دي او هغوی د هرات د ولایت د مقام مخته د حکمتیار د راتګ پر ضد اعتراضیه غونډه کوي.
که چېرته په رښتیا داسې کومه د مخالفت مظاهره د حکمتیار پرضد په هرات ولایت کې وشوه ، نو ستا مدعا چې په هرات کې د ایران جنرال قونسلګري د افغانانو ترمنځ د نفاق تخم شیندي ، باید ژر تر ژره وتړل شي او یا یې جنرال قونسل په 48 ساعتونو کې بېرته تهران ته ورپارسل شي.
د رشد خبری ویب سا یټ چې په فیسبوک کې خپر ونې لري له پخوا څخه د حکمتیار پر ضد تبلیغات کوي دغه ویب سا یټ د ایران د څار ګرې ادارې لخوا خپر ونې کوې