تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، لا هم ځینې کړۍ شته چې غواړي افغانستان کې جګړه دوام وکړي.
حکمتیار ګواښ کړی که امریکا په روانه جګړه کې ماته شوه، نو په څو ټوټو به وویشل شي.
ښاغلي حکمتیار نن خپلو پلویانو ته وینا کې پر ولسمشر غني تور پورې کړ چې د ځان پر وړاندې د مخالفتونو راکمولو لپاره خلکو ته سیاسي رشوت ورکوي او دا ځکه چې نوموړی په کوم پیاوړي حزب پورې تړلی نه دی.
حکمتیار دغه راز پر نوماندانو غږ کړی چې خپل ټاکنیز کمپاینونه په سالم رقابت مخته یوسي.
نوموړي ویلي په افغانستان کې د ملي حاکمیت غوښتونکی دی او غلامي نه مني.
حکمتیار د کورنیو جګړو څخه وروسته د نظام په مخالفت کې ولاړ و خو د سولې له پروسې وروسته حکومت دا خپله لاسته راوړنه ګڼي چې نوموړی اوس د سوله ییزې مبارزې له لارې هڅه وکړي ټاکنیزو مبارزو کې شریک شي.