حکمتیار

تاند، جمعه، د اسد ۴مه: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړنۍ نه غواړي افغانستان کې سوله راشي.

نوموړي نن جمعه د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کې د چا نوم وانخیست خو زیاته یې کړه ځینې کړۍ مشروطه سوله غواړي، تر څو د حکومت ناکامي او ۱۹ کلنې خونړۍ لاسته راوړنې خوندي کړي: (( موږ چې تېرې ۱۹ کلنې کومې لاسته راوړنې لرو، دا په دې نه ارزي چې خلکو وینه ورته تویه شوه.))

حکمتیار وايي، د افغانستان د بحران د اواري لپاره بله هیڅ لار نشته څو بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي.

حکمتیار دغه راز خبرداری ورکړی چې هیڅوک په یوازې ځان د سولې پروسه نه شي انحصارولی او نه یې مخته وړلی شي، بلکې دده په وینا طالبانو سره د مذاکراتو پلاوی ټولو ته باید د منلو وړ وي.

نوموړي دغه راز ویلي، یوازې رڼې ټاکنې او منتخب حکومت به وکولی شي چې جګړه مهار کړي ګني په وینا یې دا وضعیت به روان وي.

حکمتیار دا خبرې په داسې حال کې کوي چې همدا نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له، افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلیفوني خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی چې د ټرمپ لاره د افغانستان په تړاو نه ده بدله شوې بلکې امریکا به د سولې پروسه لا چټکه کړي.

One thought on “حکمتیار: ځېنې کړۍ د سولې مخه نیسي”
  1. every one of afghans want peace,
    we knows you TOPAKYAAR,PLEASE KEEP QUITE.

    HONOR DOCTOR ASHRAF GHANI DO MORE THINGS FOR PEACE,

    PEACE WILL COME IN INSHAAL LAH

    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *