کله چې په نوییمو کلنو کې پاکستان طالبان د هغو جهادي تنظیمونو په مقابل چې د دوی (پاکستان) په فرمایش یې د افغانستان نظام سقوط اردو منحل نظامي وسایل کباړ او افغانستان یې ډبرین عصر ته یووړ را پارول په زرکونو جنګیالی یې د طالب په مټ ور ووژل او د مجادینو هغه احسانونه چې د افغانستان د بشپړي بربادۍ د پاره یې کړی وه هیر کړل.
په دغو جهادي تنظیمو یو هم د حکمتیار وه چې ان د شهید داود خان د حکومت پر خلاف یې لا مسلحانه بغاوت شروع کړی وه. دې ښاغلی د پاکستانی بادارانو په اشاره هر هغه څه دپاکستان د پاره وکړه چې هغوی یې ارمان درلودی ، خو کله چې پاکستان د طالبانو ډله د دوی د پخوانیو متحدینو پر خلاف را پورته کړل زوړ دوست حکمتیار یې هم د دښمنانو په لیسټ کې ور اضافه کړ.د طالب ډلي سره د حکمتیار د قدرت پر سر جګړو د حکمتیار زرګونه وفادار جنګیالی ووژل او دی د ناچارې ایران ته پناه یوړه د څو کلنو په تیرېدو کله چې ایران ته معلومه شوه چې نور نو حکمتیار دوی ته تر وخت تیر درمل دي نو د خپلې خاوري یې په زور وشاړه.
خو د دې پر ځای چې حکمتیار د افغانانو سره د سولې پر تغر کښیني یوه زره وطني احساس او انساني طاعفه يې زړه ننوزي بیرته همغه پخوانی دوست او ورستی دښمن پاکستان پناه یوړه او د ټولو جفاګانو چې پاکستان ورسره کړي وې اودده د افغانستان د بربادۍ ټول احسانات یې فراموش کړی وه پر دې سربیره ټول هېر کړه او بیرته یې د غلامۍ او اطاعت سجده په ډېره عجزې ورته وکړه.کلنو پاکستان په حکتیار د افغان وژلو پروژې په هم هغه ډول چې په ۹۰یمو کلنو مخ وړه ادامه وکړه. خو د ده دا خدمت د پاکستان د پاره په هغه اندازه چې طالبانو کاوه هومره موثز نه وه ، پاکستان ته په افغانستان کې داسي وفادار جاسوس ته ضرورت وه چې لږ تر لږه څه نفوذ ولري او په ښکاره د پاکستان په سیاسي توګه دفاع د افغان د زړه کابله وکړي. او ددې د پاره تر حکمتیار نو بله غوره کاند بل چیرې وه ؟
یوازې په محدودو او ناچیزو امتیازاتو یې د مسلح بغاوته لاس واخست. دې ښاغلي په اول سر کې د ملت غولولو د پاره پر یوې ولسواکي نظرې بشري حقوقو ته په رعایت او د امنیت د استحکام په طرفدارې څو ویناوي وکړي چې هغه د ولس د هر کلی مخ شوې فکر یې وکړ یو د زرګونو بې ګناوو افغانانو قاتل ته د انسانیت او افغانیت روح داخل سوی دی. خو د انتخاباتو په په درشل کې دده د تشدد ګواښونو وښودل چې دا ښاغلی خپله ناکامي د انتخاباتو په عدم شفافیت توجیه کوي او غواړي د عصر د غوښتنو سره سم د امکان او وس تر حده د افغانستان پر مختګ او سواکلی د خپل جفاکار او وحشي بادار پاکستان پښو ته نظرانه کړي ، د خپلې غلامۍ او د افغانستان د بربادي شیطاني روح تل په خپلو حواسو کې ژوندی وساتي.
—————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.