تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت شپږ کسیز پلاوي نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د وروستۍ لانجې په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان پلاوي د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز او د بهرنیو چارو وزارت له معین عزیز چودري سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دواړو خواوو له خبرو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی خبرې په صمیمانه فضا کې وشوې او پرېکړه وشوه چې د خپلو خبرو په باب به له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي او نورې خبرې به د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره د جون په ۲۳ او ۲۴ مه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې ترڅنګ وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې تاکید وکړ چې د پولې مدیریت یا بارډر منجمینټ ضروري دی او د دواړو هیوادونو په ګټه دی.

د ده اشاره ظاهراً په تورخم او د ډیورند کرښې په اوږدو کې په نورو سیمو کې د دروازو جوړولو ته وه.

مخکې تر دې چې افغان پلاوی له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي په کابل کې یوه انتحاري حمله وشوه چې په لړ کې یې ۱۴ نیپالي ساتونکي ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عزیز چودري له افغان پلاوي سره په غونډه کې د کابل په نننۍ تروریستي حمله خواشیني څرګنده کړه او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي وویل، په دې خوښ دی چې بیا یې پاکستان ته سفر کړی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې، چې له کلونو راهیسي د طالبانو پر سر خرابې دي، په وروستیو کې د تورخم په صفري نقطه کې د پاکستان له لوري د دروازې د جوړېدو له کبله د وسله والې نښتې تر حده ترینګلې شوې.

ټاکل شوې ده چې د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوی له پاکستاني چارواکو سره پر دې موضوع یوې موافقې ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *