1235952_603169889735183_414801340_n

په ننګرهار کي د کندهار ولایت  ۳۰ محصلین چي ددغه ولایت په دولتي پوهنتون کي زده کړه کوي  مخکي یي د اوسیدو لپاره امکانات نه درلوده .

دغه محصلان وايي اوس د کندهار یو ملي سوداګر حاجي حکمت ښادمن  ‎په دې برخه کي مرسته کړې او د دوی  داوسیدو لپاره يي  پوهنتون ته نږدې دیوه مجهز کور امکانات برابر کړي .

حکمت ښادمن له دې مخکي په کندهار کي د ځوانانو د ظرفیت دلوړلو لپاره نوري مرستي هم کړي

د سپورټ په برخه کي يي د ځغاستي سیالۍ جوړه کړه او د کندهار دپخواني دودو او رواجونو د را ژوندي کولو لپاره يي د کیلوالي شپې په نوم یوه  بې ساری پروګرام جوړ کړ چي ددغه ولایت په زرګونو اوسیدونکو دخپلو تاریخي لوبو او  پخواني دودنو او رواجونو ننداره وکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *