حکمت خلیل کرزی

تاند- سره له دې چې د طالبانو په ویبپاڼه کې د سولې د خبرو په اړه خپره شوې لیکنه د افغانستان له حکومت سره د خبرو پر سر د دې ډلې ترمنځ د درز او اختلاف ښودنه کوي خو د افغانستان حکومت د طالبانو په منخ کې اختلاف جدي نه بولي.

د افغانستان حکومت او طالبانو د لومړي ځل لپاره روانه اوونۍ د پاکستان په مري تفریحي ښار کې مخامخ خبرې وکړې.

نن د طالبانو په (جهاد ږغ) ویبپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو د تحریک قیادت د خبرو مخالف دی. په دې لیکنه کې د مري خبرو ته په اشارې ویل شوي چې دا د پاکستان یو چل دی چې کابل تېر باسي او کېدای شي غمیزې پایلې ولري.

په لیکنه کې، چې وروسته د طالبانو له ویبپاڼې لېرې شوه، ادعا شوې ده:«کله چې د دغو خبرو، چې ډېر په شد و مد یې یادونه کېږي، تود بازار سوړ شو، څرګنده به شي چې دا له دې پرته چې د اسلامي امارت څو غړي پاکستان راوړاندې کړل چې له خپل لوري خبرې وکړي، بل هیڅ شی نه دي.»

په همدې حال کې پرون /چهارشنبه/ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په غیرمستقیم ډول د مري خبرې تایید کړي او ویلي یې دي:«… سیاسي دفتر  پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي،  له خارجي  او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو  په نظر کی نیولو سره  مذاکرات  وکړي او یا یې هم متوقف کړي .»

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، چې په مري کې یې له طالبانو سره په خبرو کې ګډون کړی و، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د طالبانو ترمنځ اختلافات وي، له کابل سره اړه نه لري.

ده همداراز وویل:«ممکن د دوی په منځ کې ځیني اختلافات وي، خو دا د دوی خپله مسله ده چې باید پرې وږغېږي او موافقې ته سره ورسېږي.»

ښاغلي کرزي زیاته کړه، د طالبانو پلاوی د دوی د سیاسي مشر اختر محمد منصور له لوري تایید او منظور شوی و.

منصور عموماً د ملا عمر پر ځای د سیاسي چارو پرېکړې کوي. د ملا عمر په اړه ویل کېږي چې نور ژوندی نه دی او د طالبانو بشپړه مشري د اختر منصور په لاس کې ده. البته طالبانو تراوسه پوري د ملا عمر مړینه تایید کړې نه ده.

حکمت کرزي وویل، طالبانو د مري په خبرو کې د بهرنیو پوځیانو د حضور، د طالبانو پر مشرانو د ملګروملتو د بندیزونو او د جنګي اسیرانو مسلې یادې کړې.

ده خبریالانو ته دغه راز وویل، دواړو خواوو موافقه وکړه چې پراخ عملیات سم کار نه دی خو له اختر څخه، چې د جولای په اوولسمه دی، د اوربند پر ټینګېدو خبرې دوام کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ونه ویل چې اوربند خامخا کېږي.

په خبرو کې ځینو نورو شاملو کسانو ویلي چې دواړو خواوو یوازې په دې سلا کړې چې بل ځل به د اګست په نیمايي کې په قطر کې خبرې کوي.

حکمت کرزي هم وویل چې دواړو خواوو موافقه کړې چې دا خبرې به پر یوه پروسه بدلوي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستاني سرچینو په قول وايي چې د طالبانو په منځ کې درز ژور دی. د دې ډلې جګپوړی جنګي قومندان قیوم ذاکر له کابل سره د خبرو لپاره مري ته د پلاوي پر لېږلو اعتراض کړی دی.

سرچینې ادعا کوي چې دا خبره د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو وړو قومندانانو ورته کړې ده.

4 thoughts on “حکمت کرزی: د سولې د خبرو پر سر د طالبانو ترمنځ اختلاف د دوی خپل کار دی”
  1. که د طالبانو ترمنځ اختلافات وي، له کابل سره اړه نه لري.
    What will happen if one side agrees to the peace process and others don’t, The fighting will continue by opposite groups.

  2. اسلام صلح خیر بللی ده ۰ قران عظیم الشان)
    حضرت محمد مصطفا ص دکفارو او مشرکانو سره صلح کړیده
    داسلام تاریخ)
    نودجنګ دواړوخواته لازمه ده چی صلحی ته غاړه کښیزدی تر څو بی ګناه مسلمانان مړه نشی . )
    .

  3. صلحه ددې وطن د هر بچي غو ښتنه او د ټولنې ضرورت دۍ، الله پاک پخپل کلام کې وایي ، الصلح خیرا، نور بس ده ډیر و ځپل شوو ، که افغاني لوري کولۍ شي صلح را ولي او دوی بیا په دې کار کې غفلت وکړي آلله (ج) به د محشر په ورځ د شهیدا نو ، زخمیا نو او د هغوی د ویر جنو کورنیو د غم او غصې پو ښتنه له دوی څخه وکړي

  4. طالبان فعلا په دری برخو دټوټو کیدو په حال کی دی اوله ټوټه یی دپاکستان په اشاره له داعش ، سره یوځای کیږی چی په دغه ډله کی دحکمتیار پیښور میشته ډله هم راځی دویمه ډله یی دسولی له بهیر سره تمایل پیدا کوی او دریمه به یی دافغان دولت سره به جنګیږی اوهم به له داعش سره جنګییږی دا وزما یو سیاسی لید لوری نور الله پاک پوهیږی او کارونه یی والله علم بالغیب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *