تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: مالیې وزارت وایي، د افغانستان د هندوانو او سیکانو د مذهبي ځایونو د رغولو لپاره یې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه کې ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، تېرکال یوازې دوه میلیونه افغانۍ د افغانستان د سکانو او هندوانو لپاره ځانګړې شوې وې، خو راتلونکي کال کې ورته پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د نوموړي په خبره که څه هم یادې پیسې د سکانو او هندواونو لپاره بسنه نکوي، خو تېرو کلونو ته په کتو دا یو ډېر ښه ګام دی چې د افغانستان د هندوانو او سکانو پر وړاندې پورته شوی دی.

په پام کې ده چې د افغانستان هندوانو او سکانو مذهبي ځایونه په کابل، خوست،  ننګرهار او غزني کې ورغول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *