تاند: د ملي تدارکاتو کمېسیون په خپله تازه ناسته کې د ټاکنو کمېسیون لپاره د ۱۷ زره بایومتریک دستګاو د اخیستلو منظوري ورکړه.
د تدارکاتو کمېسیون په دې اړه تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر په دې تړاو ځانګړې ناسته کړې او د ټاکنو کمېسیون په وړاندیز یې د ۱۷۸۶۵ بایومتریک دستګاو وړاندیز منظور کړ.
د تدارکاتو کمېسیون وايي، په دې دستګاو او ورسره اړوندو وسایلو به ۱۴ اعشاریه ۱۴ ملیونه یورو مصرف راشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ټاکنو کمېسیون د ۳۹ زره بایومتریک دستګاو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې له ۲۰ زرو زیاتې دستګاوې دوی پخوا اخستې دي.
دا په داسې حال کې ده چې راروانو ټاکنو ته نوملیکنه په بایومتریک سیسټم ونه شوه چې د احزابو او نوماندانو غبرګونونه یې راپارولي وو.
خو د ټاکنو کمېسیون ویلي، ولسمشریزې ټاکنې به خامخا په بایومټریک سیسټم سره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *