تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د جمعې په ورځ د کابل په میرویس میدان کې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان حمله بهرنیو استخباراتو او لشکر طیبه کړې وه.
د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز په یوې خبرپاڼې کې وویل چې پرون د ولسمشر کرزي به مشرۍ د ملي امنیت شورا په خپله غونډه کې د جمعې د ورځې برید د انتخاباتو په بهیر کې تر ټولو بده پېښه وبلله او هغه یې یو ځل بیا وغندله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړنۍ څېړنې شوي چې پر اساس یې دا برید د لشکر طیبه په وسیله بهرنیو استخباراتو تنظیم کړی دی.
افغانستان تر دې پخوا هم آی ایس آی په افغانستان کې د لشکر طیبه په وسیله په حملو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
د شنبې په ورځ ولسمشر کرزي د کورنیو چارو وزریر عمرداوودزي په مشرۍ یو پلاوی وګوماره چې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان د حملې په اړه څېړنې وکړي او په یوه اوونۍ کې دننه خپل راپور حکومت ته وړاندې کړي.
د کابل د جمعې د ورځې د حملې په اړه ضد ونقیض څرګندونې کېږي.
دا د منلو وړ خبره نده، ځکه چی پاکستان له یوی خو عبدالله سره کومک کوی چی واک ته یی ورسوی او له بلی خوا پری حمله کوی، دا معقوله نده
کیدای شی خپله د عبدالله د ټیم توطئه وي, والله اعلم