د حکومت د مرکزي ادارې د وياندویانو له یوه ګډ انځور سره په ټولنیزو رسنيو کې یو شمېر نازولو د دولتي تبلیغاتي دستګاه په اړه ناسم قضاوتونه کړي دي، چې ډېری له دغو ښاغلیو څخه یې د ځينو رسنيو کارکوونکي دي. دوی په تحقیر آمیز ډول ليکلي دي، چې دا ټول د یوه ذبیح الله مجاهد ځواب نشي ويلای. که څه هم په انځور کې زما په شمول د ولایتي اداراتو هېڅ ویاند نشته خو د وياندویانو د کورنۍ د یوه غړي په توګه مې له دغو کسانو ګيله وشوه، چې څومره په ساده ډول یې قضاوت کړی او زموږ همسنګران یې توهين کړي.
موږ ټول د تخصص خبرې کوو او وایو چې د مسلک او وړتيا له مخې باید په اداراتو کې دندې او مسؤلیتونه ووېشل شي. د معاصرې عامه ادارې پېچ و خم ته په کتو سره هيڅ یو کس نشي کولای، چې په یوه وخت کې د څو وزارتونو او لویو ریاستونو ویاند واوسي. ځکه، چې ویاند باید د خپلې ادارې او کاري ساحې د مالوماتو بانک وي، نو ممکنه نه ده، چې یو شخص دې د څو ادارو د هر جریان، پروسې، پرمختګ، شاتګ، فرصت او خنډ په اړه مالومات راټول کړي. له همدې امله لا محاله به وي، چې د وزارتونو او ادارو د وياندویانو شمېر راکم او څو ادارو ته یو وياند وټاکو. نو د وياندویانو (د دوی په اصطلاح ډېروالی) د بحث وړ موضوع نشي کېدلای.
افغان دولت په لسګونه رغیزو برخو کې د خدماتو په وړاندې کولو او د خلکو په ژوند کې د ښه والي په موخه پروژې پلې کوي، د انعکاس لپاره هره ورځ لسګونه کنفرانسونه، سلګونه اعلامیې او خبرپاڼې، انځورونه، ليکلي، غږيز، او ويډيويي پیغامونه د رسنيو په واک کې ورکوي. خو د ابادۍ هيڅ خبر زموږ رسنيو ته په زړه پورې نه وي. په افغاني رسنيو کې موجوده او مروج ذهنيت ته په کتو سره د ورانۍ خبر تر ټولو ښه خبر ګڼل کيږي. ځکه نو له یوه نامالوم ادرس څخه د یوه نامالوم کس لخوا د ذبیح الله مجاهد او یا هم قاري یوسف احمدي په نوم په څو کرښو کې نغښتی رالېږل شوی د مرګ، وحشت او ویجاړۍ زېری د خبر سرليک وي.
د رسنيو قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او نړيوالو میثاقونه د اوسني دولت د ادارو وياندویان اخلاقاً او قانوناً مکلفوي، چې هره ورځ دوی ته راجع پوښتنې ځواب، ورځني جریانونه شريک، ولس او رسنۍ اګاه وساتي. د دغو قوانينو له تطبیق او رسنوالو سره د دولتي ادارو له چلند څخه د څار په خاطر لسګونه کورنۍ او بین المللي کمېټې کار کوي.
خو برعکس ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي د خپلې وظیفې په جریان کې کوم اخلاقي، اصولي او قانوني مکلفیتونه نلري. په روبوټيک ډول یوازې خپل درواغجن پیغامونه رسنيو ته سپاري، چې پرته له چون و چرا څخه خپريږي. مجال شته، چې خبریالان یې د پیغام د صحت په اړه وپوښتي.
د همدې دولت تر چتر لاندې د نوخېزو رسنيو نیازبین ژورنالېستان د حکومت لخوا د رسنيو په برخه کې د نافذه قوانينو، اصولو؛ د ژورنالېستانو د خونديتوب او له هغوی څخه د دفاع د کمېټو او کميسيونونو نه په ګټه اخیستنې هر کوچنی او لوی شکایت د حکومت د ادارو د خبرونو پر بایکاټ، منفي او عقدوي تبلیغاتو تماموي. خو د طالب په ماين هم که کوم ژورنالېست ووژل شي نو احتجاجاً یوه خبره د طالب پر ضد نه کيږي، نه یې هم د خبرونو د خپرولو پرېکون اعلانيږي.
یوه خبره چې روښانول یې اړين دي، هغه دا، چې ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي یوازې دوه کرکټرونه دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای ایس پي آر) یوه لویه برخه دې ته ځانګړې او د دغې څانګې د مسؤل جنرال آصف غفور نيمايي پرسونل همدې ته ناست وي، چې څرنګه د طالب له ادرسه او د مجاهد او احمدي په نوم د وير خبر ویرجن جوړ او د افغاني رسنيو سرليک کړي. بلخوا بیا د افغان دولت وياندویان، د یوه مسؤليت پذير ادرس په توګه هغه څه وايي او ليکي چې حقيقت وي، د ولس په خیر، امېد ورکونکي او له قوانينو او ولسي روان سره په ټکر کې نه وي.
دا د حکومتي ویاندویانو، نه بلکې په رسنيزو بنسټونو کې منفي ګرايۍ ته د موجودو تمايلاتو ستونزه ده، چې د وژنې او ویجاړۍ خبر بریکنګ نيوز جوړيږي، خو د ابادۍ خبر ته حتی په خبري سروېس کې کله نا کله ځای نه ورکول کيږي. په همدغو رسنيو کې د وسله والو مخالفو ډلو نېکټایي پوشه خواخوږي شتون لري، چې ګردي مېزونو ته طالب پلوي چار پویان او داعشوران رابولي. له همدغو مېزونو افغان وژنې ته توجیهات تراشل کيږي. که کوم یو یې د کشفي ادارو لخوا ونيول شي او یا جلب شي، نو همدا رسنۍ یې د بیان د آزادۍ خلاف کار بولي.
موږ ټول خپل هېواد، خلکو، نظام او ولس ته د قانون تر څنګ اخلاقي مکلفيت هم لرو. د ویجاړونکې ډلې/ ډلو او یوه مشروع او د ولس په خوښه رامنځته شوي نظام پرتله، وجداناً سمه نه ده. دا دې هم څوک نه هېروي، چې د همدې نظام تر چتر لاندې مطبوعات او د بیان د ازادي عملاً راوټکېدل. لږ تر لږه رسنوال دې د خپل وجود لپاره هغه اړخ ونیسي، چې د دوی بقا پکې ممکنه وي. خو برعکس یو شمېر رسنوال ولس ته په خوږو کې زهر ورکوي.
څه موده وړاندې پر يوه افغاني تلویزیون ترهګرو بريد وکړ، طالبانو یې مسؤلیت پر غاړه وانخيست. رسنيو هم ورسره ومنله. څوک هم پیدا نشول، چې له ذبیح الله مجاهد وپوښتي، چې ستاسې په نزد خو تلویزیون کتل لوی جرم دی، نو چلول خو به یې درته بیخي کفر وي. بیا نو پر یاد تلویزیون د شوي بريد د پړې شک ولې پر تاسې ونه شي؟ برعکس طالب پلويان د همدغه تلویزون له پردې د بريد په ماښام راڅرګند او وغږېدل.
د یوه بل مشهور تلویزیون رییس څه موده وړاندې په کابل کې د جمعيت پر یوه غونډه شوي بريد ته پر خپله ټوېټر پاڼه قومي رنګ ورکړ، تر څو د وروڼو قومونو تر منځ تعصباتو ته لمن ووهي.
د یوې مشهورې نړیوالې راډیو د افغانستان د څانګې پخواني رییس څو ورځې وړانډې په ټولنیزو رسنيو کې پر قراني آیتونو او پښتون قوم ملنډې ووهلې.
دا هغه ژوندي مثالونه دي، چې په لسګونه رسنيو کې د سلګونه کارکوونکو (د استثنا په شتون) کار، مسلکيت او ژمنتيا تر پوښتنې لاندې راولي او د په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د دښمن تبر ته لاستی اچوي.
بلخوا وياندویان، په ځانګړې توګه په ولایتي ویاندويان د دولت تر ټولو ستړي او کم امتیازه مامورين دي، چې د هر ډول خطر په منلو سره یې د رواني جګړې پر مخ بیولو، د نظام د بقا، د حق د برلاسۍ او ځورېدلي افغان ولس د یوه سوکاله ژوند و خوا ته د سوق کولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.
که څه هم په نورو هېوادونو کې د تبلیغاتو لپاره کافي بوديجه ځانګړې کيږي، خو په افغانستان کې د مالي او اقتصادي ستونزه له کبله دغې برخې ته په هغه اندازه پاملرنه نه کيږي، چې باید وشي. په یو شمېر ګمارنو کې د روابطو او باور فېکتورونو هم مسلکيت ته یو څه زیان رسولی، خو په ټوله کې د افغانستان په څېر قبایلي او دودیزه ټولنه کې د معاصرې حکومتوالۍ او دولتدارۍ د نفوذ او ترويج پر وړاندې پراته خنډونه یوازې د حکومتي ویاندویانو په خبرپاڼو او هڅو نه کميږي. دا یوه اوږد مهالې اجتماعي ستونزه ده، چې حل یې ډېر ستړی او له درده ډک یون غواړي. د هېواد ټول لوستی او په فکر سمبال قشر باید د دغې ستونزې د هواري لپاره کار وکړي. ښوونیز نصاب، روزنیز او مدني بنسټونه، ممبر او رسنۍ هغه ادرسونه دي، چې په دې برخه کې د وياندویانو له خولې د اخیستل شوي څو ثانیوي کلېپ او خبرپاڼې څخه مهم او اساسي رول لوبولای شي.
ليکوال: عبدالله حسرت؛ د پکتيا ولایت وياند