تاند- د افغانستان حکومت او طالبانو تایید کړه چې د لومړي ځل لپاره به د دواړو خواوو مرکچیان روانه میاشت د قطر په یوه غونډه کې یوځای شي خو د دې غونډې معنا به د دواړو خواوو ترمنځ د سولې رسمي خبرې نه وي.

د سولې لپاره د ولسمشر غني جګپوړي سلاکار او د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس عمر داوودزي نن /یکشنبه/ وویل «د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري به یو هراړخیز پلاوی دوحې ته لاړ شي او له طالبانو سره به نظر تبادله کړي.»

داوودزی ټینګار وکړ چې پلاوی به یوازې خپل نظرونه څرګند کړي او د طالبانو نظرونه به واوري خو خبرې به یې له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې نه وي.

د حکومت د مصالحې د عالي شورا غړي به د چهارشنبې په ورځ په خپل منځ کې غونډه وکړي چې پلاوي نهايي کړي.

طالبان له ډېر وخته د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کوي.

دې ډلې نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قطر په غونډه کې به برخوال یوازې خپل شخصي نظرونه له نورو سره شریکوي او دا به د سولې رسمي خبرې نه وي.

طالبانو همداراز ویلي چې هیڅوک به د افغانستان د حکومت د استازي په توګه په کنفرانس کې ګډون نه کوي او که د مسکو د غونډې په شان د ګډون کوونکو په لیست کې د افغانستان د حکومت څوک په لیست کې نیول شوي وي، هغه به یوازې په شخصي ډول په کنفرانس کې ګډون کوي او شخصي نظر به بیانوي.

له ډېرې مودې راهیسې د دې کنفرانس د جوړېدو پر سر اختلاف و خو داسې ښکاري چې د دوحې بین الافغاني کنفرانس وروسته له دې ممکن شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغی او له افغان چارواکو یې وغوښتل چې دې کنفرانس ته غړي وټاکي او له بلې خوا په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او نورو چارواکو د همکارۍ کلکې ژمنې ورکړې.

2 thoughts on “حکومت او طالبانو په قطر کې غیر رسمي خبرو ته تیاري تایید کړه”
  1. زمونږ عادلانه ، آبرومندانه او رښتینې سوله پکارده ، که رسمي خبرې کوئ او که غیر رسمي . انسان تر ټولو قیمتي موجود دی، د انسان د ژوند د نجات او ملي افغاني ګټو د ساتلو لپاره خپلو شخصي ، ډلییزو او ګوندي ګټو نه تېرشئ .
    ملا خمیني د ایران د خلکو دژوند د ساتلو او د خپل ولس د نجات لپاره له خپل عراقي میرڅمن صدام حسین سره سوله وکړه او د زهرو ډک جام یې نوش کړ . تاسو هم لږ غیرت وکړئ.

    1. قدرمن افغان صاحب، سلامونه
      همداسې ده، ستاسو له نظر سره سل سلنه موافق یم او زموږ د وینې تویونې د لړۍ درول تر بل هر څه لومړیتوب لري. سوله په هره ستره قرباني ارزي.
      له ښکلي نظر مو منندوی یم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *