لیکنه: زین الله زرین
نېټه: ۱۷/۶/۱۳۹۸
له شاوخوا اته، نهه میاشتو د افغان ولس تر اوږده انتظار وروسته بیا هم هماغه خبره، چې افغانستان بې له جنګ جګړو بد ایسي؛ ځکه ښه افغانستان هغه دی چې تل د نورو د سیالیو ډګر وي او قرباني یې بیا زما غریب او بې کسه ولس ورکړي.
دا به د افغان جګړې په تاریخ کې کم ساری امید او انتظار و، چې ولس یې په میاشتو میاشتو انتظار وکړ او اخري پایله بیا هم د خپلو ګټو نه خونديتوب او هر څه په اوبو لاهو کول و. زلمي خلیلزاد په ځلونو ځلونو دا خبره رسنیو ته کړې، چې امریکا ته اوس تر بل هر څه مهمه سوله ده ان د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو هم. په ځلونو د امریکا ولسمشر دا خبره کړې، چې نه غواړي نور له خپل هېواده بهر خپل عسکر په پردۍ جګړه کې قرباني کړي او همدا راز له خپل هېواده بهر بېځایه مصارف او لګښتونه وکړي. اوس نو که د بېځایه لګښتونو خبره وي یا هم د پردۍ جګړې لپاره د بېڅایه قربانۍ ورکړې وېره وي؛ نو ایا د یو یا دوه عسکرو ژوند د زرګونه نورو عسکر له ژوند سره برابر دی؟ پوښتنه دا ده، چې سوله د څه لپاره کیږي، هغه څه دي، چې نه شتون یې هره ورځ انساني ژوند ګواښي او هغه څه دي، چې راتګ یې بیا انساني ژوند اراموي؛ ؟ که دسولې له راتګ نه موخه د بریدونو، جګړو، نا امنیو او نورو بدبختیو بندول وي. نو ولې امریکا د زرګونه نورو عسکرو ژوند د یو دوه عسکر و له ژونده قربانوي؟ مالومه خبره ده، چې د کاسې لاندې بله نیم کاسه شته.
ولس سره اوس دا پوښتنه ده، چې ایا په رښتیا هم په کابل کې د وروستي برید له امله چې په پایله کې یې څو امریکايي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته ددې لامل سو، چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړي او که علت یې د افغان حکومت د سولې په برخه کې د لاسلیک کېدونکي توافق لیک په اړه وضاحت او څرګند مالومات و؟ که په رښتیا د عسکرو وژل یې لامل و، نو له تېرو شپږ میاشتو راهیسې، چې له طالبانو سره د امریکا خبرې پیل شوي، د طالبانو په ګڼو بریدونو کې چې امریکایي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ولې هغه وخت دا خبرې نه لغوه کېدې؟ ولې له طالبانو څخه په لومړي سر کې نه غوښتل کېدل، چې باید په امریکایي سرتېرو بریدونه ودرول شي؟ ایا موږ ټول دداسې اعلامیو شاهدان نه یو، چې د طالبانو او نورو تروریستي ډولو بریدونه د افغان سولې پروسې باندې څه اغېز نه شي لرلی؟ دې پوښتنو ته دې هغه منتقدین ځواب ورکړي، چې تل یې نیوکې په حکومت کولې، چې دوی د سولې په برخه کې ريښتیني نه دي او د خپل واک د بقاء ښامار یې سترګې ور ړندې کړي دي.
پیشو په رښتیا چې د خدای لپاره موږک نه نیسي. تر هغو چې د سولې خبرې د امریکا په ګټه روانې وې او د ځان ګټه یې په کې لیده، نو هېڅ برید او د عسکرو وژنه یې د دوی د خبرو خنډ نه شوای ګرځېدلی؛ خو چې کله بیا د ګټو د نه خوندیتوب خبره راورسېده بیا د څو عسکرو له ژونده د زرګونو نورو عسکرو د ژوند قرباني غوره وګڼل شوه.
په دې هم څوک سترګې نه شي پټولی، چې زلمي خلیلزاد ددې خبرو پخلی کړی، چې د جګړو د شدت لامل د سولې پر میز د خپل قوت ښودلو او فشار په مانا ده. په خپله یې په بار بار د دې یادونه کړې، چې د افغانستان څلوېښت کلنه جکړه د یوې او دوه ورځو ناستو په تر سراوي نه ختمیږي. اوس دا خبرې او هغه لومړیتوبونه چې امریکا د افغان سولې په برخه کې درلودل ولې او څنګه یو دم په اوبو لاهو شول؟ ایا د سولې د خبرو له پیل سره چې په ټول هېواد کې جګړو ورسره سم زور واخیست او دواړو خواوو هم طالبانو او هم افغان حکومت د نړیوالو متحدینو په مرسته بریدونه پسې زیات کړل، یو بل ته د مرګ ژوبلې تر څنګ مو په میدان وردګو، هلمند، فراه، کندهار، کندوز ……. او نورو ولایتونو کې په زرګونه بې ګناه کسان مړه، ټپیان او تري تم کړل ایا دا درته انسانان نه ښکارېدل او که پرې خبرېدلی نه؟ ولس ته اوس مالومه شوه، چې څوک په ريښتیني توګه سوله غواړي او څوک د سولې تر نقاب لاندې خپلې ګټې او سطرنج لوبوي؟
اوس په دې ټول ښه پوه شول، چې پردي په ډېرو نارو خپل وي. د ولس جدي غوښتنه او هیله ددې بدمرغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره له افغان حکومت او طالبانو څخه داده، چې امریکا مو په ډېرو نارو او زاریو خپله ده، کنه په هېڅ صورت د خپل یوه عسکر ژوند زموږ د ۳۰ میلیونو انسانانو له ژوند سره نه برابروي. اوس به ښه دا وي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي، یو بل منل دې ومني په پاک او سپېڅلي اسلامي او افغاني دود او جرګو له لارې دې خپلې ټولې ستونزې سره حل کړي او په یو قوت، او یوه اواز دې امریکا په عزت او ابرو رخصت کړي. کنه د شاه غازي امان الله خان د سل کلنې ازادۍ یاد دې د هغه د اروا په خوشاله ساتلو بیا ځلي را تازه کړي. له هره ورځ مرګ نه یوه ورځ مرګ غوره دی.