تاند نیوز ډیسک: دفاع وزارت وايي، بیګا شپه یې د فاریاب بلچراغ ولسوالي تر یو نیم کال سقوط وروسته بېرته له طالبانو نیولې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره بیګا شپه کمانډو ځواکونه سیمې ته رسېدلي او طالبان یې شاته تمبولي دي.
نوموړی وايي، د ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې لا هم جګړه روانه ده، خو امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پيل کړي دي.
د بلچراغ د بېرته نیولو لپاره ولسي پاڅون کوونکو هم له مرسته کړې او چارواکي وايي چې د بلچراغ له تصفیې وروسته به د سیمه ییزې اردو د ۱۰۷ کسانو یو ټولی هم دغلته ځای پر ځای شي.
د فاریاب چارواکي وايي، بلچراغ ولسوالي تېرو دوه کالو کې دوه ځله د طالبانو لاس ته لوېدلې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *