تاند، سه شنبع، د اسد لومړۍ: د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وايي، تر اوسه یې د بلخ، کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، فراه، بامیانو او ډایکنډي ولایتونو په مرکزونو کې په غیر رسمي ساحو کې د کورونو په خاوندانو ۲۰ زره د ملکیت سندونه ویشلي دي.

د دې وزارت سرپرست جواد پیکار نن یو خبري کنفرانس ته وویل، په غیر پلاني سیمو کې خلکو باندې د کورونو د ملکیت سندونو ویش روان دی او د ۲۰۱۹ کال تر پایه به ۱۵۰ زره د ملکیت اسناد خلکو ته ورکړي: (( دا شمېره به د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې ۵۰۰ زره ته رسوو.))

ښاغلي پیکار زیاته کړه د سندونود وېش ګټه به دا وي چې د غیر رسمي سیمو د ځمکو بیه به درې چنده لوړه شي او ملکیتونه به هم ورسره خوندي شي، خو په وینا یې دا به په دې معنا نه وي چې حکومت به د غصب شویو ځمکو د راګرځولو مبارزه پرېږدي: (( غاصبین مو مشخص کړي دي، نږدې ۱۸ زره کسان دي چې موږ یې دوسیې بشپړې کړې دي او لویې څارنوالۍ ته مو استولې دي.))

د ښارجوړونې وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال یو اعشاریه شپږ میلیونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده چې زیاته برخه یې کابل، هرات او کندهار کې خو کونړ، نورستان، دایکنډي او پنجشیر هغه ولایتونه دي چې دولتي ځمکې په کې نه دي غصب شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *