تاند- د افغانستان د اساسي قانون د تطبیق د څارنې کمیسیون حکومت ته اجازه ورکړه چې په انتخاباتي نظام کې اصلاحات وکړي.

په دې اړه د ولسمشر تقنیني فرمان دوه ځلي د ولسي جرګې له لوري رد شوی و.

د اساسي قانون پر تطبیق د څارتې کمیسیون ارګ ته په لېږلي مکتوب کې ویلي چې د افغانانو د اساسي حقونو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره حکومت د اساسي قانون له ۷۹ مې مادې سره سم د انتخاباتي کمیسیونونو او انتخاباتو په اړه د ملي شورا د رخصتیو په موده کې هر ډول نوی تقنیني فرمان صادرولی شي او دا فرمان د ولسي جرګې د تقنیني دورې په وروستي کال جرګې ته د تصویب لپاره له وړاندې کېدا پرته د تطبیق وړ دی.

د ملي شورا غړیو له څو ورځو راهیسي دوبنۍ رخصتي پیل کړې چې ۴۵ ورځې دوام کوي.

له بلې خوا دا د ولسي جرګې د تقنیني دورې وروستی کال دی او له همدې کبله دا دوې مسلې ولسمشر ته د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د تقنیني فرمان د صادرولو واک ورکوي.

د انتخاباتي نظام اصلاح به د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخاباتو ته لار هواره کړي.

ارګ وايي، سر له سبا /شنبې/ به په انتخاباتي نظام کې اصلاحات پیل شي.

څرګنده نه ده چې له اصلاحاتو څخه د حکومت د مشرانو هدف څه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *