تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: افغان حکومت د کورونا وضعیت جدي کېدو ته په پام تېره شپه د هرات له زندان څخه ۱۴۱ تنه خوشې کړي او ۳۵۹ کسان به نور هم خوشې کړي.

د هرات زندان مدیر میوند صمدي وایي، چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې او د کورونا وېروس د مخنیوي په هدف له دغه زندانه ټول ټال ۵۰۰ بندیان ازادېږي.

هغه زیاتوي، چې تېره شپه له دغه زندان څخه په وړو جرمونو مجرم پېژندل شوي ۱۴۱ زندانیان خوشي شوي او د نورو د خوشي کېدو لړۍ روانه ده.

دغه اقدام پر داسې مهال اخیستل کېږي، چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د فرمان له مخې، د هېواد له زندانونو ۱۰ زره هغه بندیان خوشي شي، چې دوسیې یې جدي نه دي.

حکومت ټینګار کړی چې خوشي کېدونکي بندیان په ترهګریزو بریدونو تورن نه دي او کورني او بهرني امنیت ته ګواښ نه پېښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *