تاند- د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزی وايي چې جګپوړو چارواکو د کابل له امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر څخه غوښتي چې کار ته دوام ورکړي.

جنرال ظاهر پرون وروسته له دې استعفا ورکړه چې په پلازمېنه کې پر له پسې ځانمرګي او بمي بریدونه وشول او امنیه قومندان د امنیت په ساتلو کې د پاتې راتلو له کبله د خلکو له پراخو انتقادونو سره مخامخ شو.

سره له دې چې پرون د کورنیو چارو وزارت د جنرال ظاهر پر ځای نوی امنیه قومندان معرفي کړ او اعلان یې وکړ چې د جنرال ظاهر استعفا ومنل شوه، نن حکومت بېرته خپله پرېکړه واخیسته، ویې ویل چې جنرال ظاهر ته یې ویلي چې کار ته دوام ورکړي.

حشمت ستانکزي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د ده (ظاهر) استعفا رد شوه او د کابل د امنیه قومندان په توګه کار ته دوام ورکوي.»

پرون حشمت ستانکزي رسنیو ته ویلي و چې د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي د جنرال ظاهر استعفا ومنله.

جنرال ظاهر د شمال د پخوانۍ ټلوالې کلک ملګری دی. نوموړي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سروبي او د کابل د ختیځو سیمو خلکو ته د رایپاڼو د رسېدو مخه نیولې وه.

که څه هم تراوسه پوري د جنرال ظاهر د استعفا او د هغه د بېرته ابقا په اړه دقیق معلومات نشته خو دا احتمال نه شي رد کېدای چې نوموړی به د اجرايي رييس عبدالله عبدالله له لوري بېرته امنیه قومندان ګومارل شوی وي.

3 thoughts on “حکومت جنرال ظاهر ته خواست کړی چې کار ته دوام ورکړي”
  1. دي ته واءي أنا رشي – نه دولت داري. )( ديته واءي خود سري. – نه دولتي سوق وأداره )( ديته واءي دكوجنيانويوه لوبه — نه نظم او سوق وأداره نظامي). .
    كه جيري واقعا داعمل داجرا يؤي جارو ريس كري وي نو دا رأته وواءي جه وزير داخله جه هغه اجرات كري ولي دهغه به صلاحيت كي دست درازي كيزي بيا دريس جمهور دوه معاونين او خبله ريس جمهور دخه باره دي جه عبدالله بي خايه مداخله كوي دا اولين هوشداردي دي جه عبدالله تولو ته جلند وركوى..

  2. چې کوچنئ ووم دامتل مې اوریدلئ وو خو په اصلي معنا او مفهوم ېې نه پوهیدم خو اوس پرې شکر ښه پوه شوم هغه متل وو چې { په ډېرو قصابانو کې غوا مرداريږي }

  3. یره زه فکر نکووم چه داوړی شړی شی٬ شاغلی اشرف غنی هم خپل وخت ضایع کوی او هم دافغانستان دخلکو وخت عبث ضایع کوی.

    هغه دکرزی ټوقه ده فقط تش په نامه اقتصادی بهرنی چکرونه دی، مگر دیی ته متوجع نه دی چه دخپل دفتر امنیت یی په صفری نقطه کی دی اودحکومت په جوړولو کی ډیر پاتی راغلی دی او بل داچه شپه اوورځ یی ملت او دملت جماعت، جنازه، مکتب اوحتی دوالیبال ځوانان او نوری نادودی او غم لړلی پیشی یی دوینو دډند څخه په ویالو بدلی شوی دی٬ اودشمن هم ورحخه ورک دی چه طالیبان دی اوکه دایران او افغان کلتورد متعاصبینو گډه پروزه ده.

    شاغلی غنی وروره شاغلی کرزی چه دبهر حخه کوم کومک لاسته راوړو شاید دهغه په حساب تاسی ډیر کم څه لاسته راوړی٬ کرزی دوه زره مکتبونه جوړ کړل مگریوزر او دری سوه یی واپس وسوځیدل٬ داځکه چه دهغه حکومت یو بزدله او مصلحتی وه او بل دا چه هغه دامن او سولی لپاره کوشش نه کوو فقط دهغه خبری ټولی په اقتصاد او بهرنی چکرو تیری شوی٬

    زه دیو افغان په حیث ستاسی محترم څخه خواست کووم چه دکرزی پشان نوری داډله یزی چکری پریرده٬ اودافغانانو دډه له یزو وزنو او دسیسو مخه ونیسه٬ اوهم خپل دننه حکومت او کور جوړکړه٬ تر دوو میاشتو پوری ټولو بهرنی سفرونو ته توقف ورکړه٬ او خپل داخلی حکومت او امنیت جوړ کړه ٬ داچه ته په خپل حکومت کی دننه دکابل دامنیی قوماندان نشی سمولی نو ته به وسلوال مخالفین په څه ډول سم او دسولی لاری ته دعوت کړی .

    خپل داخلی حکومت جوړ کړه که نه بیا به ارمان کوی او وخت به تیر وی . بله دا چه خپل حیثیت به هم په خپلو خلکو کی دلاسه ورکړی اوهم به دنړیوالو تر سترگو کم راشی .

    ولسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *