تاند، شنبه، د اسد ۵مه: د سولې چارو د دولت وزارت وايي، تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې اترې پيل شي.

دغه وزارت چې تازه رامنځته شوی، تاند ته په خپله یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي،  حکومت دا مهال طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د یو ۱۵ کسیز پلاوي لپاره د غړو په انتخاب بوخت دی او ژر به خپل پلاوی بشپړ کړي: (( موږ له ټولو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او د پلاوي لیست هم په برابرېدو دی.))

خبرپاڼه وايي، په دې پلاوي کې به د دوحې د وروستۍ غونډې یو شمېر ګډونوال او نور مسلکي کسان شامل وي چې دا پلاوی به د علماو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي.

خبرپاڼه کې راغلی چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په راتلونکو دوو اونیو کې د دغه پلاوي د سفر او خبرو اترو لپاره اړین چمتووالی نیسي.

تر اوسه وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي چې افغان حکومت سره به یې د مخامخ خبرو اترو د پيل خبر رښتیا وي که نه، خو تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې نږدې راتلونکي کې به طالبانو سره د حکومت مخامخ خبرې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *