د ۵شنبې شپه، ۱۰ بجې د جلال‌اباد ښار په مجبور اباد سيمه کې چې یو ورور يې په همدې ورځ له حج څخه راګرځېدلی وو، ټوله کورنۍ په خوښۍ بوخته وه، حجره کې مېلمانه هم د شپې تر ۱۰ ويښ وو. شپه چې له ۱۰ اوړي، د ۰۲ قطعه چې روزنه او مالي ملاتړ يې د سي-آی-ای له خوا کېږي، پر کور ور اوړي، ښځینه له کور راباسي، بل ګاونډي کره يې بیايي ورته وايي، چې کور يې د چاپي لاندې او دوی تالاشي اخلي.
کوربانه سړي له مېلمنو سره یو ځای جلا جلا ولچک کېږي او بیا څلورو ورونو ته وايي کوټو ته لاړ شئ، کوټو ته له تلو وروسته په وحشیانه ډول څوک پر سر او څوک پر ټټر وېشتل کېږي، چې قاضي قادر، جهانزېب زاخېلوال، عبدالصبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال په نومونو یې څلور واړه وروڼه شهیدانېږي.

۰۲ قطعه پر شهیدانو د داعش تور لګوي، خو د ننګرهار ولایت والي، د والي ویاند، د مشرانو جرګې مشر، سیاسي څېره عمر زاخېلوال او نور ګڼ شمېر سیاسینو غمرازي ښيئ، له‌دې څخه معلومېږي، چې له یادې کورنۍ سره شوی وحشت بې‌ځای دی.

ولسمشر غني پر همدې ورځ د امنیت بېړنۍ جلسه راغواړي د افغانستان د امنیت ملي ریاست په خپلو کارونو کې پاتې بولي او د یادې پېښې په تړاو د ملي امنیت د ریاست د رییس استعفا منظوروي. ولسمشر د ختيځ د وکیلانو او سناتورانو سره په لیدنه کې ژمنه کوي، که د ارګ په قیمت هم وي، د یادې پېښې عاملین به محاکمه کړي.

د ننګرهار ځوانانو او ټول ولس غمجن دی، ښايي دا د ختيځ په تاریخ کې یوازینۍ پېښه وي چې دومره ولس ورسره نا ارامه او له حکومت خپه دي. ډېری ځوانان وايي، که حکومت له دې قضيې سره سرسري چلند وکړي، نو د ولسمشرۍ له ټاکنو سره به پرېکون اعلان کړي او نوماندانو ته به هم اجازه ورنه‌کړي، چې په ننګرهار کې خپل کمپاینونه وکړي.

دا پېښه چې محلي او ملي رسنیو تر څنګ پرې نړیوالو رسنیو غبرګونونه وښودل، خو حکومت لا د قضيې پايلې له ولس سره نه‌دي شریکې کړې.

حکومت ته په‌کار ده، چې له‌دې قضيې د شهید مسید قضیه جوړه نه‌کړي، چې کوم منظور پښتین رامخ‌ته شي او State وننګوي، د ختيځ ځوانان دې نه‌مجبوروي، چې کفنونه پر سر وتړي او ښارونو ته راوځي. موږ ځوانان خو د هم‌دې نظام سرسخته ملاتړي یو، په هم‌دې حکومت کې دندې لرو، ولې مو حق نه‌راکوئ؟ ولس خاموش یاستئ؟

حکومت دې زر تر زره د شهید صبور او ورونو قاتلین معلوم او ولس ته په ګوته کړي، اصلي کيسه څه ده؟ حکومت ولې غلی دی؟ ولایتي اداره چېرته ده؟ استاد میاخېل په‌دې اړه ولس ته ځواب نه‌وايي؟

زموږ د دې «ولې؟» د اورېدو څوک شته؟ هیله ده، مه وایاست چې احساساتي یاست، هو موږ احساساتي یو، زموږ اسمان‌قامته ځوانان يې پر سر سر ووېشتل، سپکاوي يې ورته وکړ، کور يې ورته ولوټه، اخر ولې؟

د دې ښار په دروازو لیکل په‌کار دي
شاړه نه‌ده، دلته وږي لېوان ډېر دي!

One thought on “حکومت دې د جلال‌اباد له پېښې د شهید مسید قضیه نه‌جوړوي/ عبدالوافي نایبزی”
  1. هلکان خو پریږده مونږ انجونی هم تاسی سره یو دا پیخه مونږ نشو زغملای که د سر په قیمت هم تمام شی مونگ یی د عاملینو محاکمه کول غواړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *