اجمل تورمان

د کابل پوهنتون استاد احمد شاه زغم له یوې داسې جلدي ناروغۍ څخه ځورېږي چې ډاکټرانو ورته ویلي درملنه یې په اروپا کې ممکنه ده.

استاد زغم د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د پښتو څانګې استاد دی چې د لسانس د دورې تر څنګ د ماسټرۍ د دورې محصلانو ته هم درس ورکوي.

د استاد زغم لویه سرمایه د هغه پوهه او هغه کتابونه او لکچرونه دي کوم چې په پوهنتون کې یې نوي نسل ته ورښيي.

دی د یوې بې وزله کورنۍ دی خو په مینه کې بډایه.

زه د استاد زغم د یو شاګرد په توګه له هغه ښې خاطرې لرم، فکلور یې په خورا په زړه پورې بڼه راته تدریسوو، ۷۴ ۱۳کال چې په هیواد کې کورنۍ جګړې سخت زور کې وې، ښاري ترانسپورت شل و او د اوس په شان هر چا دوه ـ دوه درې – درې موټرې نه درلودې، استاد زغم به بیا زه په خپل بایسکیل رسولم.

په راکټ لګېدلي هر سرک به چې وربرابر شوو نو استاد به شاته راوکتل او ویل به یې: یې که لویدلی یې؟

تېره اونۍ په کابل کې د پل فکري کړۍ په نوم فرهنګي ټولنې د یوې علمي او ادبي ناستې په څنډه کې له حکومت وغوښتل چې د پوهاند زغم د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.

زما په اند هم دا د استاد د قلم حق دی په دې نظام او علمي بنسټونو چې د ده د رنځور وجود دوا وکړي.

خدای دی استاد ته بشپړه روغتیا ورکړي، امین!

By Toorman

One thought on “حکومت دې د پوهاند زغم درملنه وکړي!”
  1. تورمان صاحب استاد واقعا چې د ښایسته اخلاقو نمونه ده الله دې صحت ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *