رسنۍ  یوازي د خلکو لپاره د خبر رسولو او وخت تېرولو  وسیله  نه ده. بلکې په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره منځ ته راغلي دي. په  نړۍ کې  رسنۍ د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون تر څنګ  خپل فرهنګي، دیني اوصلو او ټاکلي قانون په رڼا کې خپلې خپروني خلکو ته وړاندې کوي او په ټولنه کې د مثبت بدلون  راوستو تر څنګ لاس په کار دي، چې څه ډول د خپلې ټولني ستونزې د همدې رسنیو له لارې هواري کړي.

 په پرمختللو هېوادونو کې  رسنۍ د دولت؛ د ملا تېر بلل کېږي؛ خو زموږ په هېواد  کې  څوارلس کاله کېږي چې  ډېري  انځوريزې او غږيزې  رسنۍ فعالیت کوي، خو له بده مرغه کوم مثبت بدلون خو به یې په سترګو ونه ویني. بلکې داسې کړنو ته یې مخه کړی، چې څه ډول  خلک  بي اتفاقی، فحشا او منفي لورو ته ور دعوت کړي.  او بهرنيو هېوادونو لخوا ترې ملاتړکېږي. او یاد هېوادونه د همدو رسنیو له لاري خپلو شومو مخه ته رسېږي، چې تر ډېره خپل هدف ته نږدې شوي هم دي. دا خپروني چې نن سبا له ټلویزیوني شبکو نه خپرېږي، د اسلامي،  کلتوري او فرهنګي اوصلو سره په ټکر کې  دي، چې په ټولنه کې د بې اتفاقي او فحشا لامل هم ګرځېدلي دي.

 چې یو له دغو څخه  د پردو هېوادونو سریالونو نشرول دي چې دا سریالونه د ټولنې په وکړو په خاصه توګه پر ماشومانو بدې اغېزي کړي. د سریالو د  ناوړه اغېزو په اړوند یوڅو مثالونه  وړاندې کوم، د یو ماشوم پلار وفات شوی و، نو کله چې دا ماشوم د خپل پلار له مرګه خبر شو نو خپلې مور ته یي وویل، کله مې پلار سوځوو، بل د زیاترو ماشومانو له خولي د لوبو په وخت کې اورېدل کېږي، ګنپتي بابا زنده باد، ګنپتي بابا په خیر راورسېږي او دېته ورته ځينې نوري خبري تري اورېدل کېږي، چې دا ډول خپرونو د پردو هېوادونو دیني او کلتوري رسمو ته لاره هواره کړې ده.

بل داچې دا ډول ناوړه خپروني زموږ پر ماشومانو خو لا څه، ان په ځوانانو او په خا��ه توګه په پېغلو ډېره ناوړه تاثېرات کړي دي. یو له دغو تاثېراتو نه  داده چې زموږ ځوان نسل که هغه هلک دی که نجلۍ  د سریال د هلک او نجلۍ  په څېر ځان جوړي او د هغو په شان کړني  تر سره کوي، چې دا ډول عمل ترسره کول په دې مانا؛ چې خپل دین او فرهنګ تر پښو لاندي کول دي. بل دا چې نن سبا د  زور زیاتي، هلک او نجلۍ له کوره د تېښتي او ځانوژني  اصلي لامل همدا ناوړه سریالونه او خپروني دي،  ددې ډول خپرونو مخ نیوی  ډېر اړین دي.

افغانستان  چې  یو اسلامي هېواد دی، او دولت  ته یې لازمه ده چې د یادو رسنیو د ناوړو خپرونو مخنیوی وکړي او په ځانکړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت  چې دا مسولیت یې پر غاړه دی،  چې له داسې رسنیو که هغه چاپي، تصویري، او غږېزي دي څارنه وکړي تر څو وکولای شي، چې دداسې  خپرونو مخه  ونېسي، چې ټولنه منفي لوري ته بیايي. که مخه یې ونه نېول شي،د داسې بدو پایلو شاهدان به یو،  چې  بیا به اوبه له ورخه تېري  وي او هېڅ به مو لاس ته نه راځي.

په تېرو څلوارلسوکلونو کې د رسنیو غېر اخلاقي نشرات د دې سبب شوي چې په ټولنه کې د زغم او متقابل احترام برخه زیان وویني.

ځیني پردي پاله رسنۍ اوسهمال د نظام پر ضد منفي تبلیغات کوي او واکمن نظام ننګوي،  حکومت خپلو نیمګړتیاوو ته ور ځیر کول د رسنیو او نورو مدني ټولنو کار دی، خو داسې نه چې رسنۍ عام ذهن دومره د نظام پر ضد وپاروي چې هرڅه په احساساتو تر سره شي.

حکومت ته پکار ده چې رسنۍ کنټرول کړي او د بیان ازادي په خپل چوکاټ کې تقویه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *