تاند- (د سنبلې ۵) د افغانستان حکومت وايي چې د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنیت د ساتنې لپاره ۷۰ زره ځواکونه ګومارل کېږي.

د افغانستان حکومت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنیت د ساتنې لپاره د اویا زره کسیز ځواک د ګومارنې اعلان په داسې حال کې وکړ چې وسله والو طالبانو ویلي چې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره به پوره هڅه وکړي.

طالبان وايي چې انتخابات دې نه کېږي او لومړی دې له دې ډلې سره د سولې موافقه وشي.

خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د طالبانو او امریکایانو خبرې، چې پر محدودو مسلو راڅرخي، شاوخوا یو کال کېږي چې دوام لري، د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې به لا پېچلې او هراړخیزې وي نو ممکن لا ډېر دوام وکړي ځکه نو پکار ده چې انتخابات ونه ځنډول شي.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونه پیسې غواړي

له بلې خوا د افغانستان د انتخاباتو دوو څارونکو موسسو ویلي چې تراوسه دوی ته د میزان د شپږمې نېټې د انتخاباتو د څارنې لپاره بودجه نه ده ورکړل شوې.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ او ټیفا یا د شفافو انتخاباتو بنسټ مسوولانو نن وویل، زرګونه څارونکي لري خو که پیسې ورنه کړل شي څارونکي یې د انتخاباتو څارنه نه شي کولی.

له دغو بنسټونو سره په تېرو انتخاباتو کې اروپايي اتحادیې او نورو نړیوالو ادارو نژدې یو ملیون ډالره مرسته کوله.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ټیفا او فیفا ترڅنګ نورې څارونکې موسسې هم شته چې د انتخاباتو د څار باورلیکونه یې ترلاسه کړي دي.

د کمیسیون په وینا تراوسه پورې ۸ څارونکو بنسټونو، ۱۶ ګوندونو او ۲ انتخاباتي کاندیدانو پر ټاکنو د څارنې باورلیکونه اخیستي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لګښت ۱۴۹ ملیون ډالره اټکل شوی چې ۹۰ ملیونه یې د افغانستان حکومت په غاړه اخیستي او پاتې نړیوالې ادارې ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *