افغان حکومت د وګړو د پټو او محرمو سندونو د چاپ لپاره د جنګلک فابریکې په ساحه کې یوه نوې مطبعه جوړوي.
مالیې وزارت وايي، دغې خوندي او مخفي مطبعه کې به پاسپورټونه، د تذکیرو پاڼې، ښوونیز او د لوړو زده کړو اسناد، جوازونه، لایسنسونه، د محاکمو اړوند اسناد، قبالې او نور ډېر حکومتي اسناد چاپېږي.
د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي وايي، د دې مطبعې په جوړېدو سره به د هر ډول دولتي اسنادو د چاپ په ګډون د پیسو او د ټاکنو اړوند سندونو د چاپ لپاره په کور دننه اسانتیاوې او زمینه برابره شي.
نوموړی وايي، تر دې وړاندې به مالیې وزارت هر کال د یو ملیارد افغانیو په ارزښت اسناد له هېواده بهر چاپ ته وړل، مګر له دې وروسته به دا هرڅه په کور دننه ترسره کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست
وايي، د افغانستان د خوندي چاپخونې پر جوړولو به دوه اعشاره دوه ملیاده افغانۍ ولګول شي چې یو ۳۱ اعشاریه یو ملیون یورو به د جرمني له لوري د ماشین آلاتو لپاره ورکړل شي.
مسوولان وايي، د افغانستان د خوندي سندونو چاپخونه به په یو ساعت کې د څلور زره اې فور پاڼو د چاپولو ظرفیت ولري .
ددغه چاپځای د ودانۍ د رغولو کار د بنايي دولتي شرکت ته سپارل شوی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *