تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹مه: په ننګرهار کې د داعش جنګیالیو تسلیم شوې قبایلي مېرمنې د کوزې پښتونخوا د باجوړیو، اورکزیو او اپریدیو قومي مشرانو ته وسپارل شوې.

افغان حکومت ویلي د اورکزیو او قبایلي داعشیانو مېرمنې به د پاکستان د حکومت پر ځای قبایلو ته تسلیم کړي چې تېره ورځ په دغو ۱۳۰ مېرمنو اوماشومانو پسې د کوزې پښتونخوا سپین ږیري او مشران ننګرهار ته راغلي وو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل تاند ته وايي، د داعش جنګیالیو دغه ۱۳۰ کونډې او ماشومان د پښتونخوا ولایت د بیلابېلو سیمو وې: (( موږ سره دا مهال ۹۰۰ داعشي مېرمنې او ماشومان دي چې له دې منځه به ۵۰ مېرمنې او ۸۰ نور ماشومان هم قبایلي مشرانو ته تسلیم کړو.))

د یادې ګډې جرګې پرېکړه لیک مولوي حبیب الله جلال ابادي ولوست چې په کې د قبایلي مشرانو له لورې د حکومت څخه د ماشومانو او میرمنو د ساتنې او بېرته دوی ته د سپارلو وړاندیز د منلو له امله مننه کړې وه .

د کوزې پښتونخوا د جرګې مشر ملک صبور افريدي د ننګرهار له ولايتي ادارې او افغان حکومت څخه مننه وکړه چې د پښتني دستور له مخې يې د دوی د قوم ښځې او ماشومان دوی ته تسليم کړل.

د یادونې وړده چې روان کال ننګرهار په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاک او جګړه مار یې له ویرې تسلیم شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *