کابو اته کاله وړاندې حکومت اعلان وکړ چې کوم موټر اسناد نه لري، هغوی ته د پنځو کلونو لپاره موقتي اسناد ورکوي. له دې کاره موخه دا وه چې قاچاقي او نه محصول شوي موټر تثبيت او د لمنځه وړو لپاره يې يوه لازمه لار پيدا کړي. د وخت حکومت دا پروسه ښه مديريت نه شوه کړای. زما په ياد دي، خلکو نوي موټر قاچاق کړل او حکومت ورته اسناد ورکړل. په دې لړ کې کابو دوه نيم لکه موټر په ټول هيواد کې پلېټ شول. (دا احصایه فرضي ده) که حکومت په رښتيني ډول شفافيت ته ژمن وای، دا وړ کړنه يې نه تر سره کوله.
پنځه کاله پوره شول؛ خو دولت د غفلت په خوب ويده و. د دا ډول موټرو برخليک همداسې پاتې شو. اوس يې په ناڅاپي ډول پکې دا کيسه راووېسته چې د پنځو کالو لرونکي پلېټ موټر دې ضبط او کباړ شي. دا ډول پرېکړه يواځې د احساساتو له چينې اوبه څښي چې هيڅ کوم منطق او دليل ورته نه شي جوړېدای. دا سمه خبره ده چې له دغو موټر لرونکو به ژمن ليک اخيستل شوی وي چې پنځه کاله وروسته به دا موټر کباړېږي؛ خو اوس حالاتو او شرايطو ته په کتو په ناڅاپي ډول دا وړ پرېکړه کول پر ولس ظلم عظیم دی.که نظام اوسني حالات او شرايط په واقعي ډول درک کړي او د خپل دغه کار ټول ابعاد وسنجوي؛ د خپلې پرېکړې لپاره به منطقي دليل پيدا نه کړي.
دا خبره هم له پامه نه شو غورځولی چې دا ډول موټر په تروريستي پېښو او جنايي جرمونو کې کارول شوي او کېدای شي يو شمېر ترافيکي پېښې يې هم د اشترنګ د راسته والي له امله رامنځته شوې وي؛ خو د يوې سپږې لپاره بايد ټول پوستين ونه سوځي. که امنيتي ستونزې يې دليل وي؛ خو تر دې ټولو خطرناک د چارواکو قېمتي موټر دي چې د دولت له لوري د ګرځېدو قانوني جواز هم لري؛ خو ټوله ورځ امنيتي ستونزې زیږوي.
که کومه پېښه رامنځته شوې وي او دا ډول موټر پکې ښکېل وي؛ نو ډېرې پېښې هغو موټرو هم وکړې چې په قانوني ډول محصول شوي او حکومت ورته اسناد ورکړي دي. که دا د پاکستان لاس وي؛ موږ په هيواد کې د پاکستان لاس خورا ډېر موټر لرو چې دايمي پلېټ لري. له دوی سره به څه کېږي؟ موخه دا نه ده چې دوی هم ورسره راونيسئ! دا سمه خبره ده چې دا ډول موټر د نظام پر وړاندې يوه ستونزه او له امنيتي ننګونو خالي نه دي؛ خو اوس چې ورسره د يو ميلون وګړو ژوند تړلی دی بايد يوه مناسبه او بديله حللار ورته پيدا شي.
په هيواد کې له هرې تروريستي او جنايي پېښې وروسته يې عامل پېژندل شوی دی. معنا دا چې د نظام اوپراتيفي او کشفي معلومات خورا کمزوري دي، همدا لامل دی چې له هر ژوندي موجود او هرې وسيلې په تروريستي پېښو کې استفاده وشوه. د حکومت د ضعف له امله د هيواد په يو شمېر ولاياتو کې موټرسايکلونه بند شول. ځکه چې په تروريستي پېښو کې ترې استفاده وشوه. په دغسې پېښو کې دښمن له حيواناتو او الوتونکو هم استفاده وکړه، له ښځو او ماشومانو يې استفاده وکړه، اوس به سبا حکومت وايي چې حيوانات بند، ښځې بندې، ماشومان بند او مطلق د انسان ګرځېدل بند! دا خو نو د جرایمو او تروريستي پېښو د کمښت او امنيت راوستو لپاره ښه طرحه او ښه حللار نه ده.
په هر ترتيب د پنځه کلنو موټرو په اړه دا پرېکړه چې دا موټر دې کباړ شي، خورا بدې پايلې به ولري. تاسو فکر وکړئ چې يو پنځه شپږ کسيز فاميل يو پنځه کلن موټر لري. هغوی پرې خپله سرمايه ورکړې او له همدې لارې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي؛ خو که دولت ترې دا موټر واخلي؛ په دې بېکارۍ کې به هغه فاميل څه کوي؟ په داسې حال کې چې له يوې ورځې بلې هغې ته په هيواد کې د بېکارۍ او فقر ګراف لوړېږي. په دې شاوخوا دوه نيم لکه موټرو کې يې دوه لکه د همداسې فقيرو او غريبو خلکو دي او بلا تل د غريب پر سر نازلېږي. هغه چې له زورواکو او چارواکو سره دي هغوی خو سرې سترګې ګرځي. د دوه لکه موټرو له نيولو سره چې د هر فاميل شپږ تنه اوسط فرض کړو، يو اعشاريه دوه ميليونه وګړو ته زيان واوښت.
زه دا خبره نه کوم چې حکومت دې د امن، ثبات او شفافيت د راوستو په موخه دا کار نه کوي؛ خو فکر دې وکړي چې د دې کار ګټه ډېره ده او که زيان يې ډېر دی؟ ښکاره ده چې دولت په کومه موخه دا کار کوي، له هغې يې زيان دوه برابره ډېر دی. وايي غريب سړی مه وژنه! شړۍ يې واخله دايې مرګ دی. که دولت خپله دا پرېکړه عملي کړي، د امن او ټولینز ثبات د لمنځه وړو يو لوی لامل به همدا کار وي. هسې هم په دې هيواد کې اسانه فورموله ده چې جګړه له فقره سرچينه اخلي او خلک ځکه د مخالفو په ليکو کې يو ځای کېږي چې فقر او غربت پسې اخيستی دي؛ نو د همدې فورمول په اساس دې نظام د دښمن تبر ته لاستی نه اچوي.
پر دې دومره لوی زيان سربېره د دې کار ټوله ګټه زموږ ازلي دښمن پاکستان وړي. که فرض کړو چې دولت له خلکو دا موټر د پيسو په بدل کې راټول کړي؛ خو دولت دومره توانايي نه لري. که يې وړيا راټولوي ولس دا توانايي نه لري. که دا موټر راټول شي، ښکاره ده چې روغ او پرزې به يې پاکستان ته ځي او هغوی به يې په وړيا قېمت اخلي. حکومت دلته کومه بټۍ او فابريکه هم نه لري چې اوسپنه يې ويلې کړي او بېرته يې په خپل معيار ورغوي. همدا چې دا اوازه خوره شوې، روغ روغ موټر زموږ د دښمن کور ته ورروان دي او ورسره ولس ته يو عالم تشويشونه رامخې ته شوي دي.
وايي چې هډوکی په بند پرېکېږي. دا ستونزه که همدومره جدي ده؛ نو يوه مناسبه حللار هم لري. دولت دې دا پروسه داسې مديريت کړي چې د هر ډول بحران مخه ونيول شي. داسې چې نه سيخ وسوځي او نه کباب. لومړی دې هغه موټر چې رښتيني پنځه کلن اسناد لري، تثبيت شي او بيا دې ورته د لنډې مودې لپاره اسناد ورکړل شي. دا ځل دې دا پروسه داسې نه شي لکه د تېر په څېر چې له دې ډېر نور بې اسناده پکې نوي وارد او پلېټ شي. دا کار به دوه ګټې ولري. لومړی به د دولت بوديجې ته سرمايه انتقال شي او دوه يم به د دې مظلوم ولس د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو وسيله له منځه نه ځي.
کله چې دا کار وشو، نو سرحدونه دې کلک شي او د دا ډول موټرو په واردېدو دې بندير ولګېږي. د دې ماډل موټرو په پرزو دې ټيکس او محصول لوړ شي. پخپله په تدريخي ډول هغه څه لاس ته راځي چې نظام يې اوس په ګرمه او په منډه غواړي. يو موټر به کباړېږي او درې به پرې ترميمېږي. د وخت په تېرېدو سره به هدف تر لاسه شي.
دوه يمه حللار دا ده چې حکومت د نړۍ په کچه يوه معتبره کمپنۍ راوغواړي او دا موټر د افغانستان لاس ته واړوي. په دې صورت کې به دا ډول موټر لومړی تثبيت او بيا د ټاکلي مزد په مقابل کې چې هغه به موټرلرونکي ورکوي د افغانستان لاس ته واوړي. کله چې دا موټر د افغانستان لاس ته واوړي، کېدای شي دايمي اسناد ورکړل شي چې له دې سره هم د حکومت خزانې ته يو کوَټې پيسې ځي.
درېيمه حللار دا ده چې دولت دا ډول موټر له خلکو په ښه قېمت واخلي. په دې معنا چې درې برخې تاوان يې دولت ورکړي او يوه برخه يې موټر لرونکي ورکړي. بيا هم دولت دا موټر داسې نه شي کباړ کولی چې پرزې او روغ موټر پاکستان ته ولاړ شي. دلته دې د اوسپنې د ويلې کيدو فابريکې جوړې شي او دا اوسپنه دې ويلې شي. له همدې اوسپنې دې بېرته د هيواد په داخل کې سالمه او بديله ګټه واخلي.
که له پورتنيو درېيو مناسبو لارو بل ډول چلند له موټرلرونکو سره کېږي، دا د ترهکي هغه فرمان ته ورته دی چې د خلکو ځمکې يې په زور له دوی واخيستې او په لوی لاس يې د ولس لاس خپل ګريوان ته راوړ. دا په دې معنا چې نظام پر خپل ولس د ترحم پر ځای د دوی سر او مال دواړه وهي. که خدای مه که نظام په زور او زبردستۍ دا موټر ضبط کړي؛ نو وګڼئ چې د ولس سر د داخلي او کورني دښمن دی او مال يې د بهرني او ازلي دښمن دی. (خدای دې هغه ورځ نه راولي)