تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د سولې عالي شورا چارواکي وايي، حکومت پرې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې مالي سرچینې بندې کړې دي.

د شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، له هغې ورځې چې د سولې دارالانشاء لغوه شوېده، د شورا غړو او چارواکو ته هیڅ ډول مالي سرچینې او تجهیزات نه دي ورکول شوي.

نوموړی وايي، حکومت غواړي د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل له منظورېدو وروسته دا شورا له منځه یوسي.

د سولې عالي شورا په ۱۳۸۰ کال د حامد کرزي لخوا جوړه شوه چې لومړنی مشر یې برهان الدین رباني وټاکل شو.

په ۱۳۹۴ کال کې ولسمشر غني د دغې شورا د مشرۍ لپاره پیر سید احمد ګیلاني وټاکه خو هغه هم مړ شو او بیا ورپسې کریم خلیلي د شورا مشرۍ ته راغی چې لا هم پر دغه چوکۍ ناست دی.

یو شمېر کارپوهان د سولې شورا د حامد کرزي لخوا جمعیت ګوند او نورو سیاسیونو ته د باج ورکولو په خاطر رامنځته شوې بولي او وايي، دغې شورا تر اوسه هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده چې د کار له دوام څخه ورته د کار پای ته رسول مهم او اړین دي.

One thought on “حکومت د سولې پر عالي شورا ټول مالي امکانات بند کړي دي”
  1. د افغانستان دولت دې د سولې له شورا نه یواځې هغه مسلکي او کارپوه کسان چې د افغان ولس لپاره په درد خوري ، مفید او ګټور تمامیږي د سولې وزارت ته تبدیل کړي. د هغوي منقول او غیر منفول ملکیت دې هم پورتني وزارت ته ورکړي . نور غیر ضروري ، ډوډۍ خواره ، عاطل او باطل پرسونل دې ټول رخصت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *