تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: افغان حکومت له یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې د طالبانو دریمه سل کسیزه ډله هم له بګرام زندان څخه خوشې کړه.

د ملي امنیت شورا یوه سرچینه تاند ته وايي، دغه ډله د ولسمشر د فرمان له مخې د عمر او زندان پاتې مودې ته په پام خوشې شوي دي او سل نور بندیان به هم په نږدې ورځو کې خوشې کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم افغان حکومت د طالبانو یوه ډله له سوګند اخیستلو وروسته چې د جګړې ډګر ته به بیا نه ګرځي، خوشې کړه.

تر دې دمه افغان حکومت د طالبانو۳۰۰ زندانیان خوشې کړي دي چې په څو ورځوکې به دا لړۍ ۴۰۰ تنو ته لوړه شي.

بلخوا طالبانو د لومړۍ سل کسیزې ډلې طالبانو په خوشې کولو ویلي دي چې دا نامعلوم خلک دي او افغان حکومت ورته د بندیانو د خوشې کولو پر سر مذاکراتو کې بهانې جوړې کړې دي.

طالبانو د خپلو دوه وروستیو ډلو بندیانو د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *