تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱مه: د افغانستان د صرافانو سراسري شورا وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ورته وړاندیز کړی که شورا یې وغواړي، نو حکومت حاضر دی چې په خاصو شرایطو سره د مخابراتو وزارت پخوانۍ ودانۍ به د صرافانو په واک کې ورکړي.
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا مشر میر افغان ساپی په دې اړه وایي تازه یې له ولسمشر اشرف غني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د ولسمشر خاص استازي یوسف غضنفر او ګڼو چارواکو سره لیدلي او د کورونا د مخنیوي اړوند تدابیرو او د شهزاده سرای د بیا پرانیستلو په خاطر یې ورسره خبرې وکړې.
دی وايي، ټاکل شوې وه چې د کورونا ویروس د ګواښ له امله صرافان خپل مارکېټونه تړلي وساتي، خو د کابینې له پرېکړې وروسته یې بیرته د صرافۍ مارکېټونو د پرانیستو تصمیم ونیو: (( د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې د صرافانو کاري وخت دی.))
خو د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې مرستیال حاجي داد ګل صراف تاند ته وایي، ولسمشر اشرف غني او حکومت غواړي صرافانو سره شراکت رامنځته کړي او د خاصو شرایطو په اساس د مخابراتو وزارت پخوانۍ وداني د صرافانو په واک کې ورکول غواړي: (( دوی غواړي دولت له صرافانو ته یو چوکاټ برابر کړي چې په هغې کې د دولت او صرافانو حتی فیصدي معلومه وي.))
نوموړی وایي، حکومت ورته د پیسو د راکړې ورکړې د څرخ د حرکت په خاطر وړاندیز کړی چې صرافۍ بیرته پرانیزي: (( صرافۍ مو لا تړلې دي، ځینې صرافان نه راضي کېږي، ځکه د کورونا له کبله هم په صرافیو ګڼه ګوڼه نه کمیږي.))
د مخابراتو وزارت پخوانۍ وداني چې د شهزاده سرلی سره خوا په خوا موقعیت لري، داسې مهال د صرافانو په واک کې ورکول کېږي، چې حکومت بېرته صرافیو ته اجازه ورکړې او نور کاروبارونه یې تړلي دي.
وړمه شپه پولیسو د شهزاده سرای د کانالیزاسیون له لارې د لویې غلا هڅه هم شنډه کړه.