تاند، چهارشنبه، د چنګاښ ۲۶ مه: ملي امنیت شورا، د عملیاتو د څار او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي ارګانونو ګډه کمېته جوړ کړه.
د ملي امنیت شورا لخوا په دې تړاو رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ځانګړې کمېټې په اړه پرېکړه د امنیتي بنسټونو د رهبرۍ په ناسته کې شوې ده.
خبرپاڼه د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له قوله لیکي، حکومت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هر ډول ممکن ګامونه اخلي، خو طالبان بیا برعکس له ملکي وګړو څخه د سپر په توګه استفاده کوي او په دوامدار ډول ملکي سیمې تر بریدونو لاندې نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ځانګړو شپنیو او هوايي عملیاتو له کبله په بغلان، میدان وردګو، لوګر او ارزګان کې د ملکي تلفاتو د اوښتو ادعاوې شوې دي.
بلخوا د طالبانو لخوا په زابل، غور او کندهار کې د توغندیز برید او سړک غاړې ماین چاودنو کې د درنو ملکي تلفاتو راپورونه راغلي دي.
همدا راز کابل او غزني کې وروستیو بریدونو هم وښوده چې د نظامیانو په نسبت لسګونه چنده زیات ملکیان په کې زیانمن شوي دي.
په دې تړاو تېره ورځ کابل کې د یوناما دفتر له ښکیلو لوریو وغوښتل چې ملکي تلفات صفر کړي.
دغه راز یې پر طالبانو غږ وکړ چې ستاسې د سړک د غاړې ماینونه ړندې او ناقانونه وسلې دي چې اکثره یې تاوان ملکیانو ته اوړي.